د خوست ولایت تڼیو او ګربزو ولسوالیو عاشرینو او عاملینو فعالیتونه وڅارل شول  

mail-admin
Mon, Oct 28 2024 2:27 PM
د خوست ولایت تڼیو او ګربزو ولسوالیو عاشرینو او عاملینو فعالیتونه وڅارل شول  

۷ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست متخصص او سلاکار بهیر ګل صابري، د زکات راټولولو آمر مولوي حفیظ الله نثار، د عشر زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد او د عشر کارپوه عبدالمجید منیب په ګډون، د خوست ولایت تڼیو او ګربزو ولسوالیو عاشرینو او عاملینو له‌خوا ترسره شوو فعالیتونو څخه څارنه وکړه.
په دې څارنه کې د یادو ولسوالیو عاشرینو او عاملینو ته د خپلو دندو په وخت حاضرېدو، ټولو ساحو ته د رسیدګۍ او ښې همغږۍ په اړوند سپارښتنې وشوې. همدارنګه، د دې کارمندانو د اجرااتو او کړنو په اړه څارنه وشوه. 
د تڼیو او ګربزو ولسوالیو کې د ناک مؤسسې له‌خوا د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش پروسې ته هم کتنه وشوه. د ولسوالیو خلکو شکایتونو او پوښتنو ته قناعت ورکوونکي ځوابونه هم وویل شول.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS