د کندهارمعروف کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Thu, Oct 24 2024 9:46 AM
د کندهارمعروف کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د یو خصوصي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، په معروف ولسوالۍ کې (۵۰) غریبو او سیلاب ځپلو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه. هر بزګر ته ۱۰۰ کیلوګرامه د غنمو تخم، ۲۰۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۱۰۰ کیلوګرامه توره سره او ۶ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.
په دې مرستو کې هغه بزګران شامل دي، چې څلور جریبه ځمکه لري او د کښت کولو وس نه لري. یادې مرستې سره به روان کال په یاده سیمه کې کرنه ترسره شي. دا اقدام د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کولو او ملاتړ په موخه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کرنې ریاست اوس د کرنې او مالدارۍ سکتور ته زیاته پاملرنه کوي. تېره ورځ هم په ارغنداب ولسوالۍ کې (۱۰۰۰) بزګرانو ته عضوي سره وېشل شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS