د کرنې وزیر د بنګله‌دېش هېواد له سوداګرو سره وکتل  

mail-admin
Sat, Sep 28 2024 8:52 AM
د کرنې وزیر د بنګله‌دېش هېواد له سوداګرو سره وکتل  

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د خپل کار په دفتر کې د بنګله‌دېش هېواد له یو شمېر هغو سوداګرو او پانګه‌والو سره وکتل، چې د افغانستان په اقتصاد کې د پانګونې لېوالتیا لري.
په دې لیدنه کې په کرنه، مالدارۍ او د لمریز سیسټم له لارې د اوبولګولو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وشوې.
دې پانګه‌والو خپله لېوالتیا د مالدارۍ، کرنې او د لمیز سیسټم له لارې د اوبولګولو په برخو کې څرګنده کړه.
 یوه پانګه‌وال امیر حمزه شتیل په دې لیدنه کې، په رسمي چارو کې د اسانتیاوو او د ځمکې د برابرولو غوښتنه وکړه، چې د کرنې وزیر د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي شتیل همداراز د خپلو تجربو یادونه وکړه، چې په بېلابېلو هېوادونو لکه جنوبي افریقا، دوبۍ، ګانا او بنګله‌دېش کې یې فعالیت کړی او خپل محصولات یې په یادو هېوادونو کې پلورلي دي، او زیاته یې کړه چې د افغانستان لپاره یې هم د کار کولو علاقه شته.
ورپسې، د کرنې وزیر د دې پانګه‌والو د لېوالتیا مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې مناسب چاپېریال لري او په سولر سیسټم د اوبولګولو کار به مثبتې پایلې ولري.
همداراز، یادو پانګه‌والو ته ډاډ ورکړل شو چې د کرنې وزارت د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دیدار وزیر زراعت با تاجران کشور بنگلادیش
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کارش با شماری از تاجران و سرمایه‌گذاران کشور بنگلادیش که علاقمند سرمایه‌گذاری در افغانستان هستند دیدار کرد.
در این دیدار در مورد سرمایه‌گذاری در بخش زراعت، مالداری و آبیاری از طریق سولر سیستم صحبت گردید.
این سرمایه‌گذاران علاقه‌مندی شان در راستای کار در بخش‌های مالداری، زراعت، راه‌اندازی آبیاری از طریق سولر سیستم اظهار داشتند.
 امیر حمزه شتیل یک تن از این سرمایه‌گذاران در دیدار با وزیر زراعت خواستار همکاری در بخش در اختیار گذاشتن زمین و سهولت در کارهای رسمی شدن که از طرف وزیر زراعت اطمینان همکاری داده شد.
آقای شتیل همچنین از تجربه کار در کشورهای مختلف چون آفریقای جنوبی، دوبی، غنا و بگنلادیش  و  فروش محصولات شان در آن کشورها سخن زده و  علاقه‌مندی شأن را جهت  کار در افغانستان ابراز کردند.
بعدآ وزیر زراعت از علاقه‌مندی این سرمایه‌گذاران قدردانی نمود و تاکید کرد که افغانستان بستر مناسب برای کار در بخش زراعت و مالداری می‌باشد و کار روی آبیاری سولر سیستم نتیجه مثبت می‌دهد.
همچنان به این سرمایه‌گذاران اطمینان داد  که وزارت زراعت آماده هر نوع همکاری با تاجران و سرمایه‌‎گذاران داخلی و خارجی می‌باشد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS