لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Sep 02 2024 1:33 PM
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي عبدالستار محمد لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.ښاغلی محمد په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «موږ او تاسو ته د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی، تثبیت او تشخیص یو دروند مسوولیت راسپارل شوی دی، دغه چاره پر وخت د لایحې او لارښود مطابق ترسره او په دې برخه کې باید خپلې هلې ځلې لاپسې کړندۍ کړو.»
د غونډې په ترڅ کې یاد پلاوي د بدني روزنې آمریت له تخنیکي پلاوي سره وکتل او دغه راز دقرغیو ولسوالی د الیاس خیلو او بیټني قومونو د سرک او دغره په سر، دشمکټ، فراشغان او کارک سیمو د غره په سر د رامنځته شوو دوسیو باندې بحث او خبرې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.
د غونډې په وروستیو کې یو لړ نورو دوسیو او عرایضو په څیړلو بحث او خبرې وشوي په هکله د لارښود مطابق تصمیم ونیول شو.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS