ننګرهار کې ۳۳۵ بزګرانو ته دجوارو فصل کرلو او کرنیزو وسایلو اخیستلو لپاره نغدې مرسته وشوه 

mail-admin
Wed, Aug 07 2024 3:45 PM
ننګرهار کې ۳۳۵ بزګرانو ته دجوارو فصل کرلو او کرنیزو وسایلو اخیستلو لپاره نغدې مرسته وشوه 

۱۷ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د احصایي او معلوماتو د تنظیم امر قاري سیلاب ذکریا د ماشومانو ساتني موسسي له لوري د کرل شویو هایبرایډ جوارو له کروندو څخه لیدنه وکړه.
د احصایي امر قاري سیلاب ذکریا وویل: «څه موده وړاندې د ماشومانو ساتني موسسي له لورې په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې بزګرانو ته د جوارو تخم، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو اخیستلو په موخه نغدې پیسې ورکړي وي. چې په مومندرې ولسوالۍ کې ۱۰۰ تنو بزګرانو  چې هر بزګر ته ۱۹ زره افغانۍ او په لعلپوری ولسوالۍ کې ۲۳۵ بزګرانو ته چې هر بزګر ۲۱ زره او ۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوي وي.»
ښاغلي ذکریا وویل، چې بزګرانو ته یادې پیسي د یو جریب ځمکي لپاره د ۴ کیلو هایبرایډ د جوارو تخم ۱۰۰ کیلو یوریا، ۵۰ کیلو تورې سرې او د بزګرۍ د کڅوړې چې پکي لور، رمبې، پنجې، ښاخۍ، درمل شیندلو پمپ، درمل شیندلو حفاظتي جامي، سطل، بيلچه، تسکوره او لاسي کراچۍ د اخيستلو لپاره  په دوه قسطونو کې پیسې ورکړل شوی وي.
د یادو نغدو پیسو د وېش موخه د بزګرانو لاسنیوي، خوړوخوندیتوب او په کرنه کې پر ځان بسیاکېدل دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS