کنړ کې د اوبولګولو د یوې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوه

mail-admin
Sat, Oct 19 2019 2:31 PM
کنړ کې د اوبولګولو د یوې کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوه

۲۷ تله ۱۳۹۸
د کنړ د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د «موڼې» د اوبولګولو کانال د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د کنړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، دغه کانال چې ټولیز اوږدوالی یي څلور کیلو مترو ته رسیږي شاوخوا ۳۰۰ جریبهکرنیزې ځمکې خړوبوي.
یاد کانال د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو دتنظیم پروژې له خوا د دوه میلیونه او ۴۴۱ زره او ۷۶ افغانیو په لګښت رغول شوې ده.
د اوبولګولو دیاد کانال د جوړولو په ترڅ کې د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د یادونې وړ ده، چې د یاد کانال په جوړولو سره به د اوبو په ضایعاتو کې د پام وړ کمښت راشي او د کروندګرو د حاصلاتو د لوړېدو لامل به هم شي. یاد کانال ۴۰ سلنه د اوبو له ضایعاتو څخه مخنیوی کوی او همداراز د هغو ځمکو کرنیز محصولات به هم ۲۰ سلنه لوړ شي چې، د دې کانال له لارې خړوبیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS