کب روزنې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې 

mail-admin
Wed, Jul 31 2024 10:01 AM
کب روزنې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې 

د چرګانو روزنې په سکټور کې ځان بسیاینې ته د افغانستان نږدې کېدو سره هم مهاله؛ د کب روزنې په برخه کې د پانګونې لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
په افغانستان کې د کبانو روزنې لپاره د مناسب اقليم په پام کې نيولو سره يو شمېر سوداګر غواړي، چې د کبانو فارمونه جوړ کړي او د کبانو د خوراکي توکو اومه مواد وارد او یا دننه په هېواد کې یې توليد کړي.
عزیز احمد خاکسار، یو له هغو سوداګرو څخه چې له ډنمارک څخه راغلی دی، غواړي له خپل ټیم سره د کبانو د خوراکي توکو په تولید او د کب روزنې په برخه کې پانګونه وکړي.
خاکسار د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره په کتنه کې وویل: «موږ غواړو، چې د کبانو د خوراکي توکو د تولید او د کبانو د فارمونو په برخه کې څه باندې درې میلیونه ډالره پانګونه وکړو، دولت دې موږ ته د پانګونې او مناسب ځای زمینه برابره کړي.»
 د عزیز احمد خاکسار په وینا هغه کبان، چې ډېره چټکه وده او ډېر تولید لري لاهم افغانستان ته نه دي راغلي او دی غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، څو هېواد په دې برخه کې پر ځان بسیا شي.»
په همدې حال کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په دې غونډه کې وویل: «افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی، دلته کب روزنه غوره پایله لري او ډېر ګټور دي. پانګوال او سوداګر که په هر برخه کې وغواړي پانګونه وکړي، موږ یې ملاتړ کوو.»
 دا مهال په ټول هېواد کې د کبانو زرګونه واړه او لوی فارمونه فعالیت لري، خو بیا هم کبان له ګاونډیو هېوادونو واردېږي، افغانستان د سړو او ګرمو اوبو کبانو روزنې لپاره مناسب اقلیم او کافي اوبه لري.

علاقه مندی سرمایه گذاری در بخش ماهی پروری افزایش یافته است
همزمان با نزدیک شدن افغانستان به خودکفایی در سکتور مرغداری؛ علاقه مندی بر سرمایه گذاری در بخش ماهی پروری نیز افزایش یافته است.
شماری از تاجران با توجه اقلیم مناسب برای ماهی پروری در افغانستان می‌خواهند فارم‌های ماهی پروری را افزایش و مواد خام خوراکه ماهی را وارد و یا در کشور تولید کنند.
عزیز احمد خاکسار یکتن از تاجران که از کشور دنمارک آمده می‌خواهد با تیم همراهش در بخش تولید خوراکه ماهی و ماهی پروری سرمایه گذاری کند.
خاکسار در دیدار با معین زراعت و مالداری وزارت زراعت گفت:« ما آمده ایم که بیش سه میلیون دالر را در بخش تولید خوراکه ماهی و ماهی پروری سرمایه گذاری کنیم و دولت زمینه آن را محیا و مکانی مناسب برای ما بدهد.»
به گفته عزیز احمد خاکسار ماهی‌های که رشد سریع دارند و تولید بیشتر هنوز در افغانستان نیامده است و وی می‌خواهد  که در این بخش سرمایه گذاری کند تا کشور را در این بخش به خودکفایی نزدیک شود.
در همین حال مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این دیدار گفت:« افغانستان دارای امنیت کامل است و ماهی پروری در اینجا خیلی خوب نتیجه بخش است، تاجران که در هر بخش سرمایه گذاری کنند ما از آنها حمایت می‌کنیم.»
در حال حاضر هزاران فارم کوچک و بزرگ ماهی پروری در سراسر کشور فعالیت می‌نماید اما تا هنوز ماهی از کشورهای همسایه وارد می‌گردد، افغانستان دارای اقلیم مناسب و آب فراوان مکان خوب ماهی پروری سرد آبی و گرم آبی است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS