د دوو جوماتونو د ځمکې د لېږد تړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ترمنځ  لاسلیک شو

mail-admin
Tue, Jul 16 2024 2:29 PM
د دوو جوماتونو د ځمکې د لېږد تړون د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ترمنځ  لاسلیک شو

۲۶چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او د ارشاد، حج او اوقافو  وزارت ترمنځ؛ د دوو جوماتونو جوړولو لپاره د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مولوي محمود مظلوم او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اوقافو رییس نور الله غفوري ترمنځ د ځمکو د تنظيم او وېش رییس مولوي سید محمد سعید، په شتون کې لاسلیک شو.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د ټولګټو وزارت د (۱۵۹۹) ګنې د ۲۶/۶/۱۴۴۵ نېټې وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د (۴۴۳۵) ګنې د ۲۸/۸/۱۴۴۵ نېټې حکم په اساس په هلمند ولایت کې د ۶ جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شوی دی.
 دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د چارواکو په خبره ددې تړون له مخې د هلمند ولایت په واشير ولسوالی سنګيلان تپه او شاول مانده کلیو کې په درې درې جریبه ځمکه د جوماتونو د جوړولو په موخه د اراضۍ رياست لخوا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته ځمکه لېږدول کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS