د هلمند خانشین کې یوشمېر مالدارانو سره د وړیو پرېکولو د ماشینونو مرسته وشوه

mail-admin
Sat, Jul 13 2024 11:45 AM
د هلمند خانشین کې یوشمېر مالدارانو سره د وړیو پرېکولو د ماشینونو مرسته وشوه

۲۳چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت لخوا د خانشین ولسوالی مالدارانو سره د وړیو پرېکولو د دوو پایو ماشیانو مرسته وشوه.
دغه ماشینونه په یوه ساعت کې له ٤٠ څخه تر ٥٠ راسه پسونو پورې د وړیو د پرېکولو وړتیا لري، چې د ټولې ولسوالی مالداران به په وړیا ډول ګټه ورڅخه اخلي. 
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې له دغو ماشینانو څخه به په منظم ډول په دسته جمعي توګه د هر کلي مالداران ګټه اخلي تر څو په دې برخه کې یې پرتې ستونزې حل شي.
دوی همدارنګه وویل، چې دکرنې ریاست په غوښتنه او د افغانانو لپاره د هالنډ کمېټې په مالي همکارۍ دغه مرستې چمتو شوي دي، چې هڅه به وکړي ترڅو نورو ولسوالیو ته هم دغه ډول ماشینونه ووېشي.
دیادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم هلمند کې د مالدارۍ سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې زرګونه مالدارنو سره په بېلا بېلو برخو کې مرستې شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS