خوست کې ۲۵۰ بېوزله کورنیو لپاره د چرګانو واړه کورني فارمونو جوړولو لړۍ پیل شو

content_admin
Mon, Oct 07 2019 2:16 PM
 خوست کې ۲۵۰ بېوزله کورنیو لپاره د چرګانو واړه کورني فارمونو جوړولو لړۍ پیل شو

۱۵ تله ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادۍ ودې په پار داځل د خوست ولایت په دوو ولسوالیو «ګربز او ځاځي میدان) کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو جوړولو لړۍ پیل کړ.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې وه د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان، د ګربزو ولسوال یونس ځدراڼ، د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري، یوشمېر قومي مشرانو او د یادې برنامې برخمن شوي کورنۍ شتون درلود.
د خوست د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وویل، چې ددې پروګرام په لړ کې د خوست ولایت د ګربزو او ځاځي میدان ولسوالیو ۲۵۰ بېوزله کورنیو ته سل قطعه یي نیمه سوداګریز د هګیو چرګانو فارمونه جوړیږي او ددې ترڅنګ هرې کورنۍ ته سل نسلي چرګان، ۶۰۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکي توکي، واکسین او نور اړین توکي ورکول کیږي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغو ۲۵۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي ځواکمنتیا په پار د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» په مرسته پر هرې کورنۍ ۱۰۰ د هګیو چرګان، د چرګان ۶۰۰ کیلوګرامه د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کیږي.
د خوست د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، د برخمن شویو کورنیو د خوړو خوندیتوب او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
ددې برنامې برخمن شوي کورنۍ له دې برنامې څخه د مننې او خوښۍ ترڅنګ وویل چې، د چرګانو روزنه د دوی د کورنیو په اقتصادي وده کې له دوی سره مرسته کوي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS