هېواد کې د مالدارۍ کلنۍ اقتصادي ارزښت لس میلیارډه ډالره ده

content_admin
Sat, Oct 05 2019 1:51 PM
هېواد کې د مالدارۍ کلنۍ اقتصادي ارزښت لس میلیارډه ډالره ده


په افغانستان کې د کلیوالو سیمو کابو
۸۰ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او کرنه او مالدارۍ د دغو وګړو په معیشیت کې خورا ارزښتمن رول لوبوي. که څه هم د تېرو لسیزو په جګړو کې د نورو سکټورونو تر څنګ د کرنې او مالدارۍ سکټور هم خورا ډېر زیانمن شو خو له څو کلونو راهېسې حکومت، ښکېلو اړخونو، بزګرانو او مالدارانو ډېرې هڅې کړي دي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور بیا را ژوندی کړي. افغان حکومت غواړي چې د کلیوالو سیمو د اقتصادي وضعیت ودې ته ډېره پاملرنه وکړي او دغه کار یې په خپل لومړیتوبونو کې نیولی دی. په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د مالدارۍ او کرنیزو توکو د پروسس په برخه کې ډېر ټینګار کیږي ځکه چې دواړه برخې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي.

په هېواد کې د کرنې ترڅنګ مالدارۍ هم اقتصادي ارزښت لري او یو شمېر کورنۍ په تېره کلیوالو کورنیو د خپلو کورنیو يوه اندازه لومړني اقتصادي اړتیاوې د کورنیو حیواناتو په ځانګړي ډول له غواوو، وزو او مېږو څخه پوره كوي.

د کرنې وزارت د چارواکو په خبره په هېواد کې د مالدارۍ د محصولاتو د راکړې ورکړې کلنۍ ارزښت لس میلیارډه ډالرو ته رسیږي، د دوی په خبره د هېواد ۴۰ سلنه وکړي د مالدارۍ او د مالدارۍ د محصولاتو په برخه کې په دندو بوخت دي او خپل لګښتونه له همدې لارې پوره کوی.

د لوګر ولایت یوتن مالدار عصمت الله وایي، چې په کور کې څو غواوې ساتي او له خپلو غواوو د خپل کورنۍ د شیدو اړتيا پوره او اقتصادي سپما هم کوي هغه وايي: «غواګانې یوازې د دې لپاره کور کې ساتم، چې شیدې راکړي، د کورنۍ لپاره مو یو څه اقتصادي سپما وشي او په ښار کې د سبو له رانیولو خلاص شو

په افغانستان کې مالدارۍ تر ډېره په دودیز سیستم پر مخ وړل کیږي خو دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې هڅه کې ده، چې د مالدارانو د اقتصادي ودې او د مالدارۍ د پراختیا په موخه دودیز سیستم پرمختللې سیستم ته واړوي او په همدې موخه یې کڼ شمېر مالدرانو ته روزنه هم ور کړې ده. د ننګرهار ولایت اوسیدونکی غلام رحمن یو له دغو مالدارانو څخه دی. هغه وايي: «ما د اقتصادي ستونزو د لرې کولو په موخه مالدارۍ غوره کړه خو د مالدارۍ سره د نه بلدتیا او نامسلکیتوب له امله مې و نه شو کولی له خپلې مالدارۍ کافي عاید ترلاسه کړم. خو کله چی د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا مې د مالدارۍ ټریننګونه تر لاسه کړل زما په ګډون ډېرو مالدارانو ورڅخه ګټه پورته کړه او عاید مو ښه شو په دغو ټریننګونو کې د غواګانو د ژمني خوراکي توکو د چمتو کولو (یوریا ټریټنمټ) لارې چارې په عملي بڼه را وښودل او توکي یې هم راکړل.». غلام رحمن اوسمهال د درېوو زراعتي غواګانو او د دوو خوسکیو روزنه کوي، چی د ورځې ۱۹ لیټره شیدې بازار ته وړاندې کوي او د ورځې ۴۷۵ افغانۍ او په اوونۍ کې ۳۳۲۵ افغانۍ ترلاسه کوي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي ریاست د مالدارۍ د ودې او پراختیا په موخه د څارویو د نسل د اصلاح په پار پراخ پروګرامونه پلي کړې، چې له دې ډلې په مرکز او هرات ولایت کې د سپرم د کنګلولو د پروسس لابراتوار ایجادول، په مرکزي لابراتوار کې کنګل شوي سپرم تولیدول او همدارنګه پر دولتي او سکټوري ټکنیشنونو د بهرني بقه غواګانو سپرم وېشل هغه چارې دي، چې یاد ریاست یې د نسل د اصلاح په پار ترسره کړې دي.

د څارویو د خوراکي توکو کارخونې

د کرنې وزارت د مالدارۍ چوپړونو د ریاست په هلوځلو یاد ریاست توانېدلې ده، چې د هېواد په اتو ولایتونو کې د څارویو د خوراکي توکو ۲۵ بابه فابریکې جوړي کړي دغه فابریکې په ۲۴ ساعتونو کې د ۶۳۸ ټنه خوراکي توکو د تولید وړتیا لري، چې په کال کې ۲۳۳ زره او ۲۸۰ مټریک ټنه کیږي او دهېواد بازارونو ته وړاندي کیږي.

په ورته وخت کې په مرکز کې د څارویو د خوراکي توکو د تجزیې او تحلیل په موخه لابراتوار جوړول، د خوراکي فورمولونو ترتیب او چمتو کول، مالدارانو او فارم لرونکوته فني لارښوونې او مشورې ورکول، په یو شمېر ولایتونوکې د خوراکي موادو «فودر بانک»‌ جوړول هغه چارې دي، چې د مالدارۍ د پراختیا په موخه د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي ریاست له خوا ترسره شوي دي.

په هېواد کې د څارویو شمېر څه باندې ۳۰ میلیونه اټکل شوې، چې په هره ولسوالۍ کې ورته یو روغتیایي مرکز پرانیستل شوی او د وترنرۍ د کارکوونکو له‌خوا یې درملنه کېږي.

په وروستیو کلونو کې په هېواد کې د څارویو او چرګانو د روزنې زرګونه لوی او واړه فارمونه جوړ شوي، چې په زرګونه خلک په‌کې په کارونو بوخت او محصولات‌یې هم ډېر شوي دي.

لبنیات:

افغانستان اوس د لبنیاتو په برخه کې خپله څه باندې ۶۰ سلنه اړتیا په کور دننه پوره کوي. داسې چې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې هغه کورنۍ چې څاروي لري لبنیات هم ځانته جوړوي او هم بازار ته يې وړاندې کوي او په یوشمېر دولتي او خصوصي فارمونوکې لبنیات تولید او بازارته وړاندې کیږي.

لبنیات چې د افغانو کورنیو د اقتصاد یوه برخه جوړوي دې ته په کتو افغان حکومت هم په یو شمېر ولایتونو او سیمو کې د لبنیاتو د پروسس فابریکي، د لبنیاتو اتحادیې او د لبنیاتو د تولید په موخه فارمونه جوړ کړي دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې هڅه کې ده، چې افغانستان د لبنیاتو له اړخه پر ځان بسیا کړي. د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم په هېواد کې د لبنیاتو راتلونکې ښه ویني او وايي، اوس په نږدې ټول هېوا کې شاوخوا د لبنیاتو د تولید شپیته فابریکې شته او لویه برخه لبنیات په کور دننه تولیدیږي.

د مالدارو کورنیو، او فارم لرونکو د څارویو شیدې د لبنیاتو پروسس کارځې ته د پروسس لپاره وړل کیږي. چې شید، مستې، تروې، کوچ، پنیر، چکه او داسې نور توکي ترې جوړیږي او بیا بازار ته وړاندې کیږي. نو نه یواځې کورنیو ته په کورنو کې د ګتې زمینه برابره ریږي، بلکې په کارځې کې هم لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابریږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS