د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مرستیال سره وکتل

mail-admin
Thu, Feb 29 2024 9:09 AM
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مرستیال سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حقاني سره وکتل او د نیالګیو کښېنولو د ملي کمپاین په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان وویل:«د نیالګیو کښینولو ملي کمپاین به د اړوندو څانګو په همغږۍ د کب میاشتې په پنځلسمه نېټه د کابل په بادام باغ کې پیل شي او سږ کال هم په مرکز او ولایتونو کې میلیونونه نیالګي کښېنولو ته چمتو دي.»
په ورته وخت کې مولوي عبدالسلام حقاني د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کرنې وزارت په همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل:«د هېواد ډېری وګړي پر کرنه او مالدارۍ تکیه کوي او د اقلیم بدلون یوه لویه او اساسي ننګونه ده، نو دا پروګرام که د اړوندو ادارو  په همغږي او په ګډه ترسره شي، دا به ډېر اغېزمن وي.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد د ښېرازۍ او زرغونتيا په پار هر کال د نيالګيو کښېنولو ملي کمپاين په لاره اچوي، ترڅو خلک د نيالګيو کښېنولو او ساتنې ته وهڅوي.

معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با معین اداره ملی محیط زیست دیدار کرد
مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مولوی عبدالسلام حقانی معین مالی و اداری اداره محیط زیست دیدار و روی برگزاری کمپاین ملی نهال‌شانی گفتگو کرد.
در این دیدار مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت گفت:« کمپاین ملی نهال‌شانی در تاریخ ۱۵  حوت در بادام باغ  کابل و در هماهنگی ادارات زیربط آغاز می‌گردد که امسال نیز  میلیون‌ها اصله نهال در مرکز و ولایات آماده غرس است.»
در همین حال مولوی عبدالسلام حقانی برهماهنگی اداره ملی حفاظت از محیط زیست و وزارت زراعت تاکید کرده گفت:« اکثریت مردم کشور به زراعت و مالداری متکی اند، و تغیر اقلیم یک چالش عمده و اساسی است، بنأً این برنامه در هماهنگی ادارات و یکجا برگزار گردد موثریت بیشتر خواهد داشت.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور تشویق مردم به غرس و نگهداری نهال برای بهبود و سرسبزی کشور کمپاین ملی نهال‌شانی را همه ساله برگزار می‌نماید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS