هلمند کې زرګونو وړو شخوند وهونکو څارویو ته د واکسین ورکولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, Jan 28 2024 11:02 AM
هلمند کې زرګونو وړو شخوند وهونکو څارویو ته د واکسین ورکولو چارې پیل شوې

۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې،  اوبولګولو او مالدارئ رياست د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټې په مالي مرسته زرګونو وړو شخوند وهونکو څارویو ته د ریخک ناروغۍ مخنیوی په پار د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړی دی. 
د یاد کمپاین په ترڅ کې د مرکز لښکرګاه، ګرشک، نادعلي، مارجې، باباجي، نهرسراج، سنګين او کجکي ولسواليو کې شاوخوا ٣٤٧٧٥ رآسه وړو شخوند وهونکو څارویو ته د (انتراتوکسیمیا) یا ریخک ضد واکسین تر سره کېږي.
یاده ناروغي چې په بېلابېلو وختونو کې په وړو شخوند وهونکو څارویو کې رامنځته کېږي، له امله یې مالدارانو ته پراخه مالي زیان اوړي، په همدې موخه  ددې لپاره چې د هلمند ولایت کوچیان او مالداران د یادې موسمي ناروغۍ له زیان څخه خوندي شي کرنې ریاست دغه کمپاین په لاره اچولی دی.
د یادولو وړ ده، چې د یاد واکسین د کمپاین چارې به مستقیمآ د کرنې ریاست له لوري څارل کېږي، تر څو په معیاري توګه ټولو سیمو ته په سمه توګه رسېدنه ووشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS