هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

mail-admin
Wed, Jan 17 2024 11:27 AM
هلمند کې د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه 

۲۷ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۹۳یمه نوبتي غونډه ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس مولوی نیاز محمد وهاج تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
تخنیکي پلاوي په نننۍ ناسته کې پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې او په اړه یې لازمې کړنې ترسره کړې.
په دې غونډه کې د خانشین ولسوالی د ناقلینو پر موضوع خبرې وشوې او پرېکړه وشوه، چې ددې موضوع په اړه نورې څېړنې او پلټنې هم ووشي.
په دې غونډه کې دغه راز د برېښنا ریاست دمامورینو ښارګوټي د ١٨٨ جریبه ځمکې موضوع باندې هم خبرې اترې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د اړوندو ادارو څخه دې معلومات راټول او د سیمې متصرفینو پېژندنې جدول دې جوړ شي.\
تخنیکي پلاوي همدارنګه د وکیل محمدولي په نوم شخص موضوع باندې بحث وکړ چې نوموړی د ٢٠٠ کورنیو په استازیتوب د ارغنداب رود ته څېرمه د شخصي ملکیت ادعا لرل، پرېکړه وشوه چې موضوع دې محمکې ته وړاندې شي.

همدارنګه تخنیکي پلاوي په ناسته کی د ذوالیدی اړوند ۸ جلده دوسې تر تحلیل او ارزونې وروسته اړونده محاکمو ته محول کړې .
په نننئ ناسته کې تخنیکي پلاوي له ولسي وګړو سره ولیدل، د هغوی املاکي ستونزې یې واورېدې او د حل په اړه یې د اصولي کړنو ډاډ ورکړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS