د کرنې وزارت مشرتابه د ترکیې له سفیر سره وکتل

user-admin
Tue, Dec 05 2023 2:43 PM
د کرنې وزارت مشرتابه د ترکیې له سفیر سره وکتل


١۴ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د تجربو پر شریکولو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ کار او د کرنیزو تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې. ددې کتنې په ترڅ کې د ترکیې سفیر د نشه یي توکو د کښت او کرکیلې د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د اسلامي امارت د مبارزې او قاطع پریکړې ستاینه وکړه او له افغانستان سره د ترکیې د خلکو او حکومت د همکاریو لېوالتیا څرګنډ کړ.
په دې غونډه کې دغه راز مولوي عطاء الله عمري د هر ډول بوټي د کرکيلې په برخه کې د افغانستان د بې سارې ځانګړنو په اړه معلومات ورکړل او د ترکيې له پلاوي څخه يې وغوښتل، چې د کرنې د پراختيا او په دې برخه کې د دواړو متلونو د نږېدوالي په پار د ارتباطي پله په څېر ووسي.
د کرنې وزیر په دې غونډه کې وویل: «د تېرو جګړو او ستونزو له امله د افغانستان کرنه دودیزه او وروسته پاتې ده، اړتیا ده چې په دې برخه کې کار وشي او زموږ د هېواد کرنه پر خپلو پښو ودرېږي. د ترکیې له حکومت څخه غوښتنه کوو، چې دکرنیزو تجربو د لېږدولو، د متخصصینو لېږل، د متخصصینو ګډې ناستې، د کرنیزو او مېوو محصولاتو په اډانه کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې زموږ سره همکاري وکړي، ځکه چې ترکیه د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، ځنګلونو او ماشینونو په برخه کې یو پرمختللی هېواد دی او کولی شي، چې زموږ د بزګرانو لپاره اغیزمنې چارې ترسره کړي.»
د کرنې وزیر په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان د هر ډول بوټو کرکیلي لپاره مناسبه چاپېریال لري او دغه راز په دې هېواد کې د ارګانیکو محصولاتو ودې ته زمینه برابره ده، هغه له ترکي سوداګرو وغوښتل، چې د افغانستان د کرنې په سکتور کې پانګونه وکړي:«د دې هېواد محصولات ارګانیک، بې ضرره او لوړ کیفیت لرونکي دي، چې د نړۍ په هیڅ ځای کې نشته. موږ ترکي پانګوالو ته بلنه ورکوو چې راشي، موږ ورته ځمکه ورکوو او له افغان سوداګرو سره په ګډه پانګونه او کار وکړي.»
په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د حکومت او خلکو د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه: « د نشه يي توکو د کښت او کاروبار د بندولو په برخه کې د اسلامي امارت د قاطع مبارزې قدرداني کوو. موږ هوډ لرو چې اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې همکاري وکړو. سوداګر او پانګوال هڅوو چې راشي او د شته فرصت څخه په ګټې اخیستنې چې د امنیت نعمت دی د افغانستان له خلکو سره کار وکړي.هڅه کوو چې ترکيې ته لوړ مقاومت لرونکي محصولات انتقال کړو تر څو هلته وپلورل شي، د ترکيې د خلکو او پانګوالو لېوالتیا داده، چې پر وچو مېوو او انارو پانګونه وکړي، ځکه وچې مېوې او انار تر ډېره په لاره کې نه خوساکېږي د پېر-پلور ښه بازار هم لري.»
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ترکیې د افغانستان له اسلامي امارت سره ډیرې مثبتې اړیکې لرلې او د افغانستان د کرنې په سکټور کې یې ډیرې همکارۍ کړې دي.

دیدار رهبری وزارت زراعت با  سفیر ترکیه
۱۳ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله‌عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری این وزارت با جِنک اونال سفیر ترکیه در کابل دیدار  و پیرامون تشریک تجارب در بخش زراعت و مالداری میان دو کشور گفتگو کردند.
در این دیدار دو طرف پیرامون کار مشترک و تبادل تجارب زراعتی میان افغانستان و ترکیه صحبت نمودند که در این دیدار سفیر ترکیه  از مبارزه و تصمیم قاطع امارت اسلامی افغانستان در راستای منع کشت و کار مواد مخدر تقدیر نمود و علاقمندی مردم و دولت ترکیه را مبنی بر همکاری با افغانستان ابراز کرد.
مولوی عطاءالله‌ عمری در این مجلس در مورد خصوصیت‌های منحصر به فرد افغانستان در راستای کشت و کار هر نوع نبات معلومات داد و از هیئت ترکی خواست که پل ارتباطی میان دو ملت در راستای نزدیکی و پیشرفت کار زراعت باشند.
وزیر زراعت در این مجلس اظهار داشت:" به علت جنگ‌ها و مشکلات گذشته زراعت افغانستان به شکل سنتی و عقب‌ مانده باقی مانده‌است، نیاز است که بالای این بخش کار شود و زراعت ملک ما سرپا  شود، از دولت ترکیه می‌خواهیم که در راستای انتقال تجارب زراعتی، اعزام متخصصان، نشست‌های مشترک متخصصان، سرمایه‌گذاری و تجارت محصولات زراعتی و میوه‌ای ما را همکاری نمایند چون ترکیه ملک پیشرفته در بخش زراعت، مالداری، باغداری، جنگلات و ماشین‌آلات می‌باشد و میتواند کارهای موثر برای دهقانان ما انجام دهد".
وزیر زراعت از مساعد بودن افغانستان جهت کشت هرنوع نبات و همینگونه رشد محصولات اورگانیک سخن زده و از تجار ترکی خواست که در سکتور زراعت افغانستان سرمایه گذاری نمایند:" محصولات این ملک ارگانیک، بی ضرر و از کیفیت بالا برخوردار است که در در هیچ‌ جای دنیا نیست، دعوت می‌دهیم که سرمایه‌گذاران ترکی بیایند زمین می‌دهیم و مشترک با تجاران افغانستان سرمایه‌گذاری نموده و کار نمایند".
در همین حال جِنک اونال سفیر کشور ترکیه  مقیم کابل از علاقه‌مندی  همکاری حکومت و ملت ترکیه با مردم افغانستان اطمینان داده افزود:" از مبارزه قاطع امارت اسلامی در راستای منع کشت و کار مواد مخدر قدردانی می‌کنیم، مصمم هستیم که امارت اسلامی و به خصوص سکتور زراعت و مالداری را همکاری نمائیم. تاجران و سرمایه‌گذاران را تشویق می‌کنیم بیایند و از فرصت موجود که نعمت امنیت است استفاده نموده با مردم افغانستان کار نمایند. کوشش داریم که محصولات با مقاومت بلند را به ترکیه انتقال دهیم که در آن‌جا فروخته شود، علاقه‌مندی مردم ترکیه و سرمایه‌گذاران آن بیشتر برای استفاده و تجارت بالای میوه‌های مثل انار و میوه‌هایی خشک است که در مسیر راه فاسد نمی‌گردد و بازار فروش دارد".
کشور ترکیه پس از حاکمیت امارت اسلامی افغانستان تعامل بسیار مثبت با امارت اسلامی افغانستان داشته و در سکتور زراعت افغانستان همکاری های متعددی را انجام داده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS