د اوبولګولو د پروژو د چارو پرمختګ د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ته وړاندې شو

mail-admin
Sun, Dec 03 2023 12:35 PM
د اوبولګولو د پروژو د چارو پرمختګ د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ته وړاندې شو

١۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو ریاست رییسانو او مسلکي انجنیرانو د دغه وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو له مرستیال مولوي باز محمد فیضان سره د اوبولګولو او طبیعي سرچینو د پروژو د چارو د پرمختګ راپور شریک کړ.
په همدې موخه د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو په ریاست کې یوه غونډه جوړه شوې وه، چې په دې غونډه کې د غونډې غړو د هېواد په لسو ولایتونو کې د چکډمونو او اوبو د زېرمو جوړولو د کارونو د پرمختګ په اړه د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال ته معلومات وړاندې کړل.
دغه پروژې د جوزجان، فاریاب، میدان وردګو، غزني، کندهار، زابل، ننګرهار، لغمان، بدخشان او تخار په ولایتونو کې پلې کېږي.
په دې غونډه کې مولوي باز محمد فیضان د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د کارونو د لا ښه والي لپاره هڅې وکړي، څو خلک د راتلونکي کال په پیل کې ترې ګټه پورته کړي.

پیشرفت کار پروژه‌های آبیاری به معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت اراییه شد
۱۲ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
روساء و  انجینران مسلکی بخش آبیاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری گزارش پیشرفت کار پروژه‌های آبیاری و منابع طبیعی را به مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی این وزارت شریک ساختند.
نشستی به همین منظور در معینیت آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت ترتیب شده بود و در آن اعضای جلسه در مورد پیشرفت کارهای صورت گرفته در اعمار چکدم‌ها و ذخیره‌های آبیاری در ۱۰ ولایت کشور به معین آبیاری معلومات ارائه نمودند.
 این پروژه‌ها در ولایت‌های جوزجان، فاریاب، میدان وردک، غزنی، قندهار، زابل، ننگرهار، لغمان، بدخشان و تخار تطبیق می‌گردند.
در این جلسه مولوی بازمحمد فیضان تاکید به تسریع روندکارها نموده و به انجینران مسوول هدایت داد که برای پیشرفت کارها کوشش نمایند تا در آغاز سال آینده مردم از آن مستفید شوند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS