هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

mail-admin
Mon, Nov 27 2023 1:46 PM
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوی تخنیکي پلاوي غونډه دائره شوه

۶ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۴جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۸۱مه نوبتي غونډه ترسره کړه.
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي خپله ۸۱مه نوبتي ناسته د کرنې په ریاست کې ترسره کړه.
په یاده غونډه کې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ نورو غړو هم حضور درلود.
په دې غونډه کې دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس، د ګرمسیر په ولسوالی کی د ۱۲ جریبه امارتي ځمکې په اړه د تللي پلاوی لخوا ترتیب شوی راپور مطالعه او لاسلیک شو. یاده ځمکه امارتي تثبیت شوه په اړه یې د ولایت محترم مقام ته یاد راپور وړاندې شو تر څو ولایت مقام یې د مشرتابه دفتر ته وړاندې کړي.
همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړوند په مرکز لښکرګاه کې د احمدشاهي مینې په سیمه کې د وړکتون د ځمکې د غصب او په شهیدغلطان سیمه کې دوړکتون دځمکې د غصب موضوع تر بحث لاندې ونیول شول او پرېکړه وشوه، چې سیمې ته به پلاوی ځي مشخصات د غاصبینو  او د ځمکې په اړه به لازم معلوماتونه راټولوي.
ددې ترڅنګ د هلمند ولایت اړوند نهر سراج ولسوالی کی د نورزو، ناصرانو، کاکړانو او اسحق زو تر دعوی لاندې ۴۵۰۰ جریبه ځمکه چې یاد اشخاص یې د شخصي ملکیت ادعا لري، اړونده قبالې او اسناد یې په دقیق ډول مطالعه او وارزول شول.
تخنیکي پلاوي د نهرسراج ولسوالی کی د محمداسمعیل خان ښارګوټي ځمکه چې یو شخص یی تفصیلي پلان لري، یاده ځمکه په هر اړخیزه توګه بررسي شوه چې د یاد شخص ۳۶جریبه شخصي ځمکه پکې موجود وه او د شهرک پاتې ۴۶ جریبه ځمکه یې امارتي تثبیت شوه.
همدارنګه په باباجی ولسوالی کې ۶۶.۵ جریبه ځمکه چی ددو اشخاصو ورباندی دعوی وه ، محکمی یی لومړی ذوالید تثبیت او معرفي کړ، چې یاده ځمکه د اجارو د قرارداد په موخه د لومړنی متصرف په هکله د ځمکو محترم آمریت ته ولېږل شو. 
همدارنګه د هاشم الکوزی د ٦ بابه مارکیټونو د ځمکې موضوع چې تخنیکي هیئت ته د بررسئ په موخه سپارل سوې ده ، تصمیم ونیول سو چې یادې ساحې ته دې د هیئت د تعين لپاره پيشنهاد وشي تر څو موضوع برسي کړي.
همدارنګه په باباجی ولسوالی کی ۶۶.۵ جریبه ځمکه چی ددو اشخاصو ورباندی دعوی وه ، محکمی یی لومړی ذوالید تثبیت او معرفی کړ ، چی یاده ځمکه د اجارو د قرارداد په موخه د لومړنی متصرف په هکله د ځمکو محترم آمریت ته ولیږل سو . 
همدارنګه د هاشم الکوزی د ٦ بابه مارکیټونو د ځمکې موضوع چې تخنیکي هیئت ته د بررسئ په موخه سپارل سوې ده ، تصمیم ونیول سو چې یادې ساحې ته دې د هیئت د تعين لپاره پيشنهاد وشي تر څو موضوع برسي کړي.
همدارنګه  د بولان د تاريخي کلا سیمه چې اطلاعات او فرهنګ ریاست یې د غصب څخه د خلاصولو غوښتنه کړې ده ، د هئيتي لپاره راتلونکي سه شنبي په ورځ د تخنيکي هئيت اعضاء د هئيتي په موخه ساحي ته ځي تر څو موضوع د نژدي وګوري او بررسي ئي کړي. 
د حکمت الله ولد زغفران اکا د ځمکې موضوع لپاره د اړوندي ولسوالي څخه معلومات غوښتل سول ، نوموړي شخص ادعا لري چې دده متصرف ځمکه زورمندانو په باباجي ولسوالئ کې غصب کړې ده.
ددې ترڅنګ د محمدظريف په نوم شخص چې عرضپاڼه یی  د ولايت محترم مقام لخوا راغلي ده او په ليکلي ډول ئي د معلوماتو غوښتنه کړيده بنآء داچې نوموړي موضوع د ذواليدي ده ، لومړي دې موضوع محکمي ته واستول شي او همدارنګه د ولايت محترم مقام ته دې هم په ليکلي ډول ګذارش واستول شي. 
تخنیکي پلاوي همدارنګه دوه جلده دوسيې چې د ذواليدي اړوند دي او ٦٦ جریبه ځمکه کیږي د اصلي او معتبر ذوالید د معلومولو په موخه و محکمې ته واستول شو.
تخنیکي پلاوي وروستیو کې د یو شمېر ولسي وګړو املاکي ستونزې هم  واورېدې او د موضوعاتو حل په موخه ورته د اصولي کړنو ډاډ ورکړل.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS