د کرنې او مالدارۍ مرستیال په بخارا ښار کې د امام بخاري له مقبرې څخه لیدنه وکړه

user-admin
Sun, Nov 26 2023 2:02 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په بخارا ښار کې د امام بخاري له مقبرې څخه لیدنه وکړه


۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او ورسره مل پلاوي ازبیکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د بخارا ښار ته لاړ او هلته یې د امام بخاري رحمته الله علیه له مقبرې څخه لیدنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي د امام بخاري له قبر څخه د لیدنې پر مهال د امام بخاري رحمته الله علیه روح ته دعا وکړه او د امام بخاري رحمته الله علیه له څېړنیز مرکز څخه یې هم لیدنه وکړه.
د امام بخاري رحمته الله علیه څېړنیز مرکز څخه د لیدنې پر مهال د یاد مرکز چارواکو د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي ته د یاد مرکز د فعالیتونو په اړه لنډ معلومات ورکړل.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د امام بخاري رحمته الله علیه څېړنیز مرکز له مسوولینو وغوښتل، چې د افغانستان څېړونکو ته په دې مرکز کې د هغو اسلامي هېوادونو د څېړونکو په منځ کې چې په دغه مرکز کې څېړنه کوي، د دې فرصت ورکړي، څو خپل رول ولوبوي، چې دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ د مرستيال وړانديز د ياد مرکز د رييس او مسوولينو له خوا ومنل شو.

بازدید معین زراعت و مالداری از مقبره امام بخاری در شهر بخارا 
۵ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت و هیئت همراهش در جریان سفر به کشور ازبکستان به شهر بخارا سفر کرده و از مقبره امام بخار رحمته الله علیه بازدید کرد.
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان بازدید از مقبره به روح امام بخاری رحمته الله علیه دعا خوانده و همچنان از مرکز تحقیقاتی امام بخاری رحمته الله علیه بازدید کرد.
 در جریان بازدید از مرکز تحقیقاتی امام بخاری رحمته الله علیه مسوولان مرکز متذکره معلومات مختصر پیرامون فعالیت‌های مرکز را  به هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان بیان کردند.
در همین حال مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری از مسوولان مرکز تحقیقاتی امام بخاری رحمته الله علیه خواست که در جمع محققانی که در این مرکز از کشورهای مختلف اسلامی تحقیق می‌نمایند به محققین افغانستان نیز فرصت بدهند تا در این مرکز نقش خویش را ایفا نمایند که پیشنهاد معین زراعت مالداری از سوی رییس و مسوولان مرکز متذکره پذیرفته شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS