د کرنې او مالدارۍ مرستیال د شېلر مؤسسې له مسوولینو سره وکتل

mail-admin
Tue, Nov 14 2023 11:00 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د شېلر مؤسسې له مسوولینو سره وکتل

٢۳ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د خپل کار په دفتر کې د شېلر مؤسسې له مسوولینو سره وکتل او د کرنې په سکتور کې د فعالو بنسټونو د چارو د ښه والي په اړه یې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو سکتورونو د پراختیا په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات او پلانونه یې سره شریک کړل.
د غونډې په پيل کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني اوسنى امنيت د کورنيو او بهرنيو پانګونې لپاره يو ښه فرصت وباله او زياته يې کړه: «کورني او بهرني سوداګر کولاى شي له کومې وېرې پرته افغانستان ته سفر وکړي او پانګونه وکړي. له نېکه مرغه په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر ته رسېدلی، موږ لا زیاتې هڅې کوو، څو د افغانستان خلک د خوراکي توکو خوندیتوب ته ورسېږي او دا کار د بزګرانو او مالدارانو له لارې کېږي.»
ښاغلي عثماني په اوسني وضعیت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار اړین وګاڼه او ویې ویل: «موږ باید د کرنې په برخه کې د ځان بسیاینې په موخه کروندګرو او مالدارانو لپاره لا زیاتې مناسبې زمینې برابرې کړو، موږ له تاسو او همکارو بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې په خپلو پروژو کې روڼتیا، اغېزمنتوب او د خلکو اړتیاوې په پام کې ونیسي او د کرنې وزارت سره په همغږۍ کار وکړئ.»
په ورته وخت کې د شېلر مؤسسې چارواکو د کرنې له وزارت سره د همکارۍ ژمنه څرګنده کړه او ویې ویل: «موږ د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې لپاره له کورنیو او بهرنیو متخصصینو او مسلکي کسانو کار اخلو او په راتلونکو پروژو کې به د خلکو د غوښتنو او د کرنې وزارت له غوښتنو سره سم خپل فعالیتونه ترسره کړو.»

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان موسسه شیلر 
۲۳ عقرب ۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دفتر کاری‌اش با مسوولان موسسه شیلر  دیدار و پیرامون بهبود امور نهادهای فعال در سکتور زراعت گفتگو کرد.
در این دیدار دو طرف پیرامون همکاری در راستای انکشاف سکتور زراعت‌، مالداری و آبیاری صحبت نموده پشنهادات نظریات و طرح های خویش را شریک ساختند.
در آغاز مجلس مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت مالداری امنیت فعلی را فرصت خوبی برای سرمایه گذارن داخلی و خارجی دانسته افزود" تجاران داخلی و خارجی می‌تواند بدون کدام ترس به افغانستان سفر نماید و تجارت کنند خوشبختانه کشت کوکنار در افغانستان به صفر رسیده ما تلاش بیشتر داریم تا مردم افغانستان را به امنیت و مصوونیت غذایی برسانیم و این کار از طریق دهقانان و مالداران صورت می‌گیرد".
آقای عثمانی کار در سکتور زراعت و مالداری را در شرایط فعلی ضروری پنداشته علاوه کرد" باید ما زمینه‌های بیشتر را برای دهقانان و مالدارن مساعد بسازیم تا در قسمت زراعت به خود کفایی برسیم از شما و موسسه‌های همکار می‌خواهیم در پروژه های‌شان موثریت، شفافیت و نیاز مندی‌های مردم را در نظر گرفته با هماهنگ با وزارت زراعت کارکنند".
در عین حال مسولین موسسه شیلر با ابراز تعهد همکاری با وزارت زراعت گفت" ما از اشخاص مسلکی و متخصصین داخلی و خارجی جهت بهبود بخشیدن انکشاف سکتور زراعت، مالداری استفاده می‌کنیم در پروژه های بعدی مطابق نیازمندی مردم و خواست وزارت زراعت فعالیت خود را انجام می‌دهیم".

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS