کرنې وزارت کې درې نوي ټاکل شوي رییسان معرفي شول

mail-admin
Tue, Nov 14 2023 10:16 AM
کرنې وزارت کې درې نوي ټاکل شوي رییسان معرفي شول

د کرنې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزراء دحکم په اساس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته درې نوي رییسان ور وپېژندل شول او خپلې چارې یې پیل کړل.
زین الدین حسام د اوبولګولو د پراختیا د انجینرۍ د رییس په توګه په دویم بست کې، معاذ الله عادل د اوبولګولو د نوې تکنالوژۍ د تنظیم د رییس په توګه په دویم بست کې او مولوي عبدالمجید د کرنې په وزارت کې د پالیسۍ او پلان د رییس په توګه د یادو ادارو کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د دغو رییسانو په پېژند غونډه کې وویل: «د هېواد اقتصاد په کرنې او مالدارۍ پورې تړلی دی، نو پکار ده چې رییسان او کارکوونکي دې په خپلو اړوندو څانګو کې صادقانه کار او لا زیاتې هڅې وکړي.»
د کرنې وزارت د دفتر رییس مولوي محمد حسین خورشید په دولتي ادارو کې ادلون بدلون یو اصل وباله او د درېیو نویو ګمارل شویو رییسانو فرمان یې ولوست.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت رهبري د چارو د لا ښه والي او د لا غوره چوپړتیاوو د وړاندې کولو په موخه په نویو بستونو کې رییسان ګمارلي او تبدیل کړي دي.

سه تن از روئسای جدید التقرر در وزارت زراعت معرفی شد 
بر اساس پیشنهاد وزارت زراعت و حکم رئیس الوزراء امارت اسلامی افغانستان سه تن از رئیسان جدید التقرر در وزارت زراعت، آبیاری ومالداری معرفی و به کار اش آغاز نموده اند. 
زین الدین حسام در بست دوم بحیث رئیس انجنیری انکشاف آبیاری، معاذ الله عادل در بست دوم بحث رئیس تنظیم تکنالوژی جدید آبیاری و مولوی عبدالمجید مبارک به حیث رئیس پالیسی و پلان در وزارت زراعت معرفی شده اند.
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در برنامه معرفی این رییسان گفت:" اقتصاد کشور وابسته به زراعت و مالداری است پس نیاز است تا رییسان و کارمندان در بخش های مربوطه شان صادقانه کار و تلاش بیشتر نمایند".
مولوی محمد حسین خورشید رییس دفتر وزارت زراعت تغیر و تبدیل را در ارگان های دولت یک اصل دانسته و حکم این سه رییس جدید التقرر را به خوانش گرفت.
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بهبود امور و اراییه خدمات بیشتر رییسان را در بست‌های جدید تقرر و تبدیل نموده است.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS