د هلمند دکرنې ریاست: له مرکز څخه راغلي پلاوي د نیالګیو د تولید له قوریې څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
Mon, Nov 06 2023 12:41 PM
د هلمند دکرنې ریاست: له مرکز څخه راغلي پلاوي د نیالګیو د تولید له قوریې څخه لیدنه وکړه 

١۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه راغلي پلاوي د هلمند ولایت د کرنې ریاست د نیالګیو روزلو له مرکزي قوریې څخه لیدنه وکړه. 
یاد پلاوي ته د هلمند ولایت کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمر الحاج قاري دین محمد مغفور لخوا په بېلابېلو برخو کې د ترسره شویو او ترلاس لاندې کارونو په اړه معلومات ورکول شول.
راغلی پلاوي په بولان مرکزي قوریې کې د ګڼو برخو ترڅنګ دطبي بوټي هنګ (انجې) او د نويو نیالګیو د بزغلیو  څخه لیدنه وکړه.
نوموړي پلاوي د کرنې ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت له هڅو او کارونو خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم دکرنې وزارت لخوا د ورکړل شوي پلان د لا ښه پلي کېدو په پار لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS