د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د ختیځ زون کارکوونکي وروزل شول

mail-admin
Sat, Nov 04 2023 9:27 AM
د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د ختیځ زون کارکوونکي وروزل شول

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست مسؤلین او متخصصینو د ختیځ زون ( ننګرهار، لغمان، کنر او نورستان) ولایتونو  د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادله، د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکې بانک ریاست کارکوونکو لپاره د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې درې ورځنۍ روزنیز پروګرام، پای ته ورسېد.
د پروګرام په پیل کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ادارې د تصفیې او تثبيت د مالکیت دحق رییس مولوي ضیاء الحق ضیاء له ولایتونو څخه راغلي کډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ښوونکو له زیار او کوښښ څخه یې هم مننه وکړه.
د تصفیې او د مالکیت د تثبيت دحق رییس وویل: «زما غوښتنه له ټولو همكارانو څخه دا ده، چې په دغه درې ورځني سیمینار کې مو کوم څه چې له ښوونکو څخه زده کړي وي په خپلو ولایاتو کې نورو همکارانو ته هم زده کړی». نوموړي زياته کړه: «که چیرې یو کارمند د یوه سړي حق بل ته ورکوي او د هغه په بدل کې یو څه ترې اخلي امکان یې شته چې په دنیا کې به دا سړی تر یو لنډ وخته پورې راحته وي خو که بلې خواته فکر وکړو موږ او تاسې خو تر قیامته پورې ژوندي نه یو او بلاخره د حساب ورځ هم راتلونکې ده بیا به څه کوو زمونږ د هرې ورځې هم د خدمت او هم د خیانت حساب به له مونږه سره کېږي، نو راځئ، چې ټول په ګډه د دې وطن او خلکو د خدمت لپاره زیار او کوښښ وکړو او هېڅ کله هم پرې نږدو چې دا وطن یو ځلې بیا د ناخوالو سره مخامخ شي.»
ورپسې د ارزونې، استملاک او بیا مېشتېدنې او د ځمکو د انتقال او تبادلې په برخو کې کارکوونکو ته سیمینار دائر او د ګدونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل شول شو.
د ختیځ زون ( ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان )  ولايتونو د ځمکو تخنیکي برخې آمرينو د ختیځ زون کارکوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او د مسؤولینو او ښوونکو څخه مننه وکړه.
په پای د جیوديزي او کدستر رییس مولوي سعيد الرحمن مظهري د ننګرهار ولايت د کرنې ریاست رهبرۍ او د دغه ریاست له ټولو کارکوونکو او همداراز د کونړ، لغمان او نورستان څخه راغلي ګدونوالو د شتون او زغم څخه د زړه له کومې مننه وکړه او له ټولو کارکوونکو نه یې وغوښتل، چې له دې فرست نه په استفاده سره د هېواد د سوکالۍ او پراختیا کې خپلې هڅې ګړندی کړي.
د غونډې په پای کې کارکوونکو ته د مسؤولینو له لورې د تصدیق نامو په ورکولو او د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت رییس مولوي عبدالصمد پاڅون لخواه په دعا سره د ختیځ زون د ځمکو چارو په برخه کې درې ورځنۍ علمي ورکشاپ پای ته ورسېد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS