د ننګرهارکانال شرکت: د لبنیاتو برخه به لا غني شي

mail-admin
Sun, Oct 15 2023 12:02 PM
د ننګرهارکانال شرکت: د لبنیاتو برخه به لا غني شي

٢۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۳۰ ربیع‌الاول۱۴۴۵ ه‍.ق
ننګرهارکانال شرکت چارواکي وایي، چې د لبنیاتو د زیاتوالي په پار یې هڅې چټکې کړي دي، چې په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې د څلور لسیزو وروسته دوهم فارم د مالدارۍ زیانمن شوي فارم د ترمیم چارې اوس بشپړېدو ته نږدې شوی دی. ددغه فارم غواګانو خوارک او نورو بېلابیلو برخو لپاره کابو څه د پاڅه ۵۰۰ جریبه ځمکه بېله شوی ده .
ددغه فارم ودانۍ په ۱۵ جریبه ځمکه کې ترمیمېږي او چارې يې ګړندۍ روانې دي . 
ددوهم فارم د مالدارۍ  په دغه فارم کې څلوراعلی نسلونه غواګانې (۵۰۰ سره غواګانې ) ساتل کېږي، چې په کې به د شېدو پروسس امکانات، ماشینونه،  سایلج کندې، د غواګانو لوشنې ماشینونه او نور شتون ولري .
د مالدارۍ دغه ستر فارم یو د خصوصي سکټور له خوا جوړېږي، هره ورځ کابو۴۰ تنه په مستقیمه توګه او لسګونه نورهېوادوال په غېرې مستقیمه توګه په کې په کار بوخت دي.
 ددغه فارم په جوړېدو سره به د یادو فارمونود ځمکو ارزښت لا لوړ، بې روزګاره هېوادوالو ته به د کاراو روزګار زمینه برابره، د بې روزګارۍ کچه به ورسره راټیټه او په پایله کې به د پردیو بې کیفیته لبنیاتو نه به مو هېوادوال خلاص شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS