د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي رییس سره وکتل

mail-admin
Sun, Oct 08 2023 3:12 PM
د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي رییس سره وکتل

۱۶ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دمیدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالجبار خالد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي مسوول ریچارډ ټرنچر سره په کته کې د د شویو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په هکله خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې (اف،اې،او) عمومي رییس ریچارډ ټرنچر په افغانستان کې د یادې ادارې پر فعالیتونو خبرې وکړې او ویې ویل، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره تېر کال شپږ میلیونه کورنیو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ کړي دي، چې راتلونکی کال کې به دا مرستې ۹ میلیونه کورنیو ته ورسېږي.
په همدې حال کې د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالجبار خالد ددې ادارې ستونزې او ننګونې له ریچارډ ټرنچر سره شریکې کړې او په خپلو خبرو کې وویل، چې مرستې باید په خپل وخت کې ترسره شي هغه زیاته کړه: «ټولې مرستې باید پر خپل وخت ترسره شي، کیفیت او کمیت ته باید پاملره ووشي، ټولې مرستې باید د سکټورې ادارې په همغږۍ ترسره شي او ټول قانوني پړاونه باید پلي کړي»
په دې کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې عمومي رییس دمیدان وردګو ولایت دکرنې رییس سره دهراز همکاریو ډاډ څرګند کړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS