د هلمند ګرشک مېله بازار کې حیواني او کرنیز درمل پلورنځي وتړل شول 

mail-admin
Tue, Oct 03 2023 9:46 AM
د هلمند ګرشک مېله بازار کې حیواني او کرنیز درمل پلورنځي وتړل شول 

۱۱ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۸ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو خدمتونو آمریت اړوند د بوټیو ساتنې او قرنطین مدیریت له لوري په دې ولایت کې په غیر اصولي او غیر مسلکي ډول د کرنیز او حیواني درملو د پیر او پلور مخنیوی کمپاین په دوام  د ګرشک  ولسوالی د دوشنبې مېله بازار کې ګڼ شمېر کرنیز او حیواني درمل پلورنځي وتړل شول. 
دغه پروسه  د یوه ګډ پلاوي لخوا چې په ترکیب کې یې د  ولایت مقام، امنیې قومندانۍ،  مستوفیت،  چاپېریال ساتنې او کرنې ریاست استازې شامل دي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د حیواني او کرنیزو  درملو د پیر او پلور ټول مراکز په فني او مسلکي ډول را جوړې کړي ترڅو د کرنې وزارت د ځانګړې کړنلارې او هدایت له مخې ځمکوال او مالدار د تر وخت تېرو، بې کیفیته او کیمیاوي زهرجنو موادو له احتمالي خطراتو څخه خوندي شي.
ددې ترڅنګ هغه درمل پلورونکي چې په بازارونو کې دوکانونه لري خپل جواز لیکونه به دطرزالعمل مطابق دکرنې ریاست څخه ترلاسه کوي، کوم درمل ځایونه چې د کار کولو جوازونه ونه لري فعالیت یې بندېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS