د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د سوېل ختیځ زون کارکوونکي روزل کېږي

mail-admin
Mon, Oct 02 2023 11:52 AM
د ځمکوالۍ په تخنیکي او حقوقي برخو کې د سوېل ختیځ زون کارکوونکي روزل کېږي

۱۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست مسؤلین او متخصصینو د سوېل ختيځ زون ( پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني) ولایتونو  د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادله، د ځمکو معلوماتي سیستم او بانک زمین ریاست کارکوونکو لپاره د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې درې ورځنی روزنیز پروګرام د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍریاست په تالار کې دائر کړ.
په دې پروګرام کې د ځمکو چارو ریاست د ارزونی، استملاک او بیا مېشتدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب، د ځمکو د انتقال او توزیع رئیس مولوي سید محمد سعید، د استملاکي پروژو د همغږۍ رییس الحاج شاه جهان جلات او د ځمکو معلوماتي سیستم او سروې کدستر څانګو یو شمېر متخصصینو او د پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو څخه دغه ورکشاپ ته راغلو کارکوونکو هم برخه اخیستې وه.
په پیل کې د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس الحاج مولوي عبدالروف سعید له مرکز څخه راغلو مسؤلین، متخصصین او ولایتي کارکوونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغو حضور څخه مننه وکړه او ویې ویل: دغه ورکشاپ به د هغو کارکوونکو لپاره چې په دې وروستیو کې په دې څانګو کې نوي ګمارل شوي یو ارزښتناک ګام وي نوموړي همدا راز له ټولو کارکوونکو وغوښتل چې له دغه ورکشاپ څخه د خپل علمي کچې د لوړولو په پار د ځمکوالۍ چارو په تخنیکي او حقوقي برخو کې اعظمي ګټه پورته کړي.
 ښاغلي سعید زیاته کړه څرنګه چې معلومه ده زمونږ همکاران د ځمکوالۍ په برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي نو زما غوښتنه له ټولو نه داده چه له دې ورکشاپ نه د خپلو ستونزو د حل لپاره ګټوره استفاده وکړي. 
ورپسې د اراضی ریاست د ارزونې، استملاک او بیا مېشتدنې رییس مولوي حضرت محمد طیب کارکونکو ته په ورسپارل شویو دندو کې په شفافیت، اخلاص او صداقت او له مراجعینو سره د ښه چلند په اړه یادونه وکړه او ویې ویل چې اوسنۍ دنده ټولو ته یو امانت دی چې له پخوا نه مونږ ته پاتي دی او دغه امانت باید چه په اخلاص او سمه توګه راتلونکي نسلونو ته انتقال کړو. د استملاک رییس د پروګرام په ارزښت خبرې وکړې وویل دغه ورکشاپ د کارکوونکو د علمي کچې د لوړولو، د عامه ګټو د پوهاوی او د پروژو د ښه تطبيق په موخه په لاره اچول شوى دى.
د یادونې ده یاد پروګرام چې د هېواد په سوېل ختیځ زون (پکتیا ولایت د کرنې په ریاست) کې په لاره اچول شوى، درې ورځې دوام لري، چې د استملاکي پروژو د انسجام رییس  شاه جهان جلات، د ځمکو د انتقال او تبادله آمر غلام رباني شینوارۍ، د کدستر آمر احمد فواد ميران، د ځمکو د بانک آمر محمد یاسین ستانکزی او د استملاک ریاست ساحوي کنترول عمومي مدیر علي جان ځاځی کارکوونکو ته د ښوونکو په توګه د ځمکوالۍ چارو په بیلابیلو برخو کې په مفصل ډول معلومات وړاندې کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS