د پکتیا دکرنې رییس د پاملرنې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Thu, Sep 28 2023 9:34 AM
د پکتیا دکرنې رییس د پاملرنې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې، چې ددې ولایت د مالدارۍ آمر نورالله دریش، د کرنې متخصص صالح محمد احمدي هم شتون درلود د پاملرنې موسسې چارواکو سره وکتل.
په ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د یادې موسسې مسؤلینو د پکتیا دکرنې سره د خپلې پروژې دترسره شویو کړنو او راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل، او زیاته یې کړه، چې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند لس بابه سړې خونې چې پخوا جوړه شوې وه اوس محال ۶۰ فیصده تخریب شوې ده نو موږ غواړو چې نوموړې سړې خونې په اساسې ډول بیا ورغوو، ترڅو د یادې ولسوالس بزګران وکولای شي خپل محصولات په معیاري ډول وساتې.
په همدې حال کې د پکتیا دکرنې رییس مولو عبدالرؤف سعید په خپلو خبرو کې د يادې مؤسسې له کړنو څخه مننه وکړه او له مسولينو سره د همکارۍ د ژمنې ترڅنګ د يادې مؤسسې له مسئولينو وغوښتل، چې خپلې چارې د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS