د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر دکندز دکرنې رییس سره وکتل

mail-admin
Tue, Sep 19 2023 3:45 PM
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر دکندز دکرنې رییس سره وکتل

٢۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
دکلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج محمد یونس اخندزاده کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس الحاج مولوی امان الله حسن سره دکتنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د لیدنې په پیل کې د کندز دکرنې رییس الحاج مولوی امان الله حسن د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ته په کلیو او بانډو کې ددې ادارې د فعالیتونه په هکله معلومات وړاندې کړل او هغه ستونزې او ننګونې چې په کلیو او بانډو کې بزګران، بڼوال او مالداران ورسره مخ دي د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج محمدیونس اخندزاده سره شریک کړل.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر الحاج محمد یونس اخندزاده د په کلیو او بانډو کې د کندز دکرنې ریاست کړنې او فعالیتونه وستایل او په کلیو او بانډو کې له بزګرانو او مالدارانو سره د هرراز هماریو ژمنه وکړه.
په پای کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر او د کندز دکرنې رییس د کندز دکرنې ریاست اړوند له یوشمېر فعالیتونو څخه هم لیدنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS