د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اداري اصلاحاتو له رییس سره وکتل

user-admin
Tue, Sep 12 2023 10:10 AM
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د اداري اصلاحاتو له رییس سره وکتل


۲۱ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له رییس مولوي عبدالحنان عارف الله سره وکتل.
په دې کتنه کې چې د کرنې په وزارت کې جوړه شوې وه، دواړو لورو اهل کار ته د کار پر سپارلو ټینګار وکړ او د تشو بستونو د اعلان، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریاست له لارې د ازموینو اخیستلو او په دې اړه د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړې کولو خبرې او د نظرونه سره شریک کړل. 
په دې کتنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کرنې وزارت د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او د کرنې وزارت د کاري چارو په برخه کې یې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ، دغه راز د اداري اصلاحاتو ریاست ته د تشو او تخصصي بستونو د خبرتیا او ازموینې اخیستلو په هکله خبرې وکړې.
په ورته وخت کې د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریيس مولوي عبدالحنان عارف الله د اداراتو د اداري کارکوونکو پر مسلکيتوب ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې تش بستونه دې د اداري اصلاحاتو رياست ته د خبرتيا او ازموینې لپاره وسپاري.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با رییس اصلاحات اداری 
۲۱ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با مولوی عبدالحنان عارف الله رئیس اداره اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور دیدار و گفتگو کرد.
این دیدار که در وزارت زراعت انجام شد در آن دو طرف بر سپردن کار به اهل کار تاکید کرده و در مورد  به اعلان سپردن بست‌های خالی، اخذ امتحان از طریق اداره اصلاحات اداری و خدمات ملکی و تقویت همکاری‌ها میان دو اداره بحث و تبادل نظر کردند.
در این دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت در مورد فعالیت‌ها و کارکردهای وزارت زراعت معلومات داده و برای شان اطمینان همکاری‌های لازم را در محدوده کاری وزارت زراعت سپرد و همچنان  از سپردن بست‌های خالی و تخصصی  جهت به اعلان گذاشتن  و اخذ امتحان به اداره اصلاحات اداری سخن زد.
در همین حال مولوی عدالحنان عارف الله رییس اصلاحات اداری و خدمات ملکی ریاست عمومی اداره امور تاکید بر مسلکی سازی کادر اداری ادارات کرده و خواستار سپردن بست‌های خالی به اداره اصلاحات اداری جهت سپردن به اعلان و اخذ امتحان شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS