د ننګرهار د کانال تصرف شوې ځمکې بررسي، تثبیت او بېرته راګرځول کېږي
۸ وږی ۱۴۰۲ه.ش
۱۲ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کانال په ملکیت سیمه کې د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو له خوا د تصرف شویو ځمکو د بیا کتنې او تثبیت په اړه د کرنې په وزارت کې تخنیکي ناسته ترسره شوه.
دغه غونډه د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء له لارښوونې سره سم د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو د رئیسانو په حضور کې جوړه شوې وه، ترڅو د ننګرهار د کانال په ځمکو کې شته کډوال سروې او تثبیت شي
د ننګرهار د کانال ځمکې د کوچیانو، ناقلینو او داخلي بې ځایه شویو په نوم د اشخاصو له خوا تصرف شوي، چې په دې توګه د ننګرهار د کانال ریاست ځمکې کمې شوې دي، له همدې امله د ننګرهار د کانال رياست له لوري د جوړ شوي پلان له مخې، د ننګرهار کانال عواید کم شوي دي.
په همدې موخه د يادې موضوع د څېړنې په موخه يوه کمېټه ټاکل شوې وه، چې يادې کمېټې تاييد کړه، چې يادې ځمکې په غیر قانوني ډول تصرف شوې او د ننګرهار کانال د پراختيا او د عوايدو د زياتوالي په موخه دې بېرته د ننګرهار کانال ته ورکړل شي، ترڅو د کانال شرکت له خوا کرکیلي ته چمتو او د کانال شرکت عواید زیات شي. خو د ننګرهار د کانال د ځمکې متصرفینو د سرپناه او هستوګنې له نشتوالي د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه ته شکایت وکړ، چې پر اساس یې د افغانستان اسلامي امارت ریاست الوزراء، د مولوي فضل الباري فضلي په مشرۍ یوه کمیټه جوړه کړه، چې په کې د سرحدونو، اقوام او قبایلو او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو مرستیالان او نورو اړوندو ادارو استازي ګډون درولود، ترڅو د کانال په سیمه کې د غاصبینو له سروې وروسته پریکړه وکړه چې په ټولیزه توګه څومره کورنۍ دلته شتون لري، څومره یې په ریښتیا بې کوره دي او څومره یې د اوسیدو ځای لري.
د همدې موضوع د تعقیب په موخه د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزراء د له خوا د ټاکل شوې تخنیکي کمیټې لومړۍ غونډه دائره شوه او پریکړه وشوه چې یوه کړنلاره ترتیب او د هغې له مخې مشخصه شي چې د خلکو له خوا د ننګرهار د کانال څومره ځمکې تصرف شوي دي.
زمینهای تصرف شده کانال ننگرهار بررسی، تثبیت و پسگرفته میشود
۸ سنبله ۱۴۰۲ هـ.ش
جلسهای تخنیکی پیرامون بررسی و تثبیت زمینهای تصرف شده توسط مهاجران و بیجاشدهگان داخلی مسکنگزین در ساحه که ملکیت کانال ننگرهار است در وزارت زراعت دایر شد.
این جلسه مطابق به هدایت ریاست الوزاری امارت اسلامی افغانستان به سرپرستی مولوی فضلالباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت و روسائی از وزارت سرحدات، اقوام و قبایل و وزارت مهاجران و عودت کنندهگان دایر شد تا مهاجران مسکن گزین در زمینهای کانال ننگرهار سروی و تثبیت گردد.
زمین های ساحه کانال ننگرهار از سوی اشخاص و افراد تحت نام کوچی، ناقلین و بی جا شده گان داخلی تصرف گردیده و زمین های تحت تصرف ریاست کانال ننگرهار کاهش یافته و به این دلیل عواید ریاست کانال ننگرهار نظر به طرحی که ریاست کانال ننگرهار ساخته شده است کمتر می باشد.
بدین منظور کمیته جهت بررسی موضوع تعین گردیده بود که از سوی کمیته متذکره تثبیت شد که زمینهای به گونه غیر قانونی تصرف گردیده و باید دوباره به کانال ننگرهار واگذار شود تا آن را آباد ساخته و عواید کانال ننگرهار را بلند برود؛ اما متصرفین زمینهای کانال ننگرهار به رهبری امارت اسلامی افغانستان از نداشتن جای بودوباش و مسکن شکایت کردند که به اساس آن شکایت ریاست الوزاری امارت اسلامی افغانستان کمیتهای را به سرپرستی مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت با اشتراک معینان وزارتهای سرحدات اوقوام و قبایل، عودت مهاجرین و مسوولان ادارت ذیربط تعین کرد تا پس از سروی متصرفین ساحه کانال ننگرهار تثبیت نمایند که در مجموع چند خانواده در آنجا وجود دارد.
به منظور تعقیب موضوع اولین جلسه کمیته تخنیکی تعین شده از سوی رییس الوزارای امارت اسلامی افغانستان برگزار و در آن فیصله شد تا یک طرزالعملی ترتیب گردد و بر اساس آن تثبیت شود که چه تعداد از اشخاص زمینهای کانال ننگرهار را تصرف کردند.
