دکرنې او مالدارۍ مرستیال د اسلامیک ریلیف مؤسسې رییس سره وکتل

mail-admin
Tue, Aug 29 2023 8:50 AM
دکرنې او مالدارۍ مرستیال د اسلامیک ریلیف مؤسسې رییس سره وکتل

د  کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني د اسلامي سوکالۍ یا اسلامیک ریلیف مؤسسې له لوی رییس وسیم احمد او په افغانستان کې د اسلامیک ریلیف مؤسسې رییس عمیر حسن سره دکتنې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې  دکرنې او مالدارۍ  مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني  په تيرو شلو کلونو کې  په افغانستان کې  دبنسټيزو کارونو په نشتوالي  نيوکه وکړه او ویې ویل:«په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان ټول زیربناوې، لکه ښوونځي، جوماتونه، روغتونونه، سړکونه او عامه خدمات زیانمن شوي دي، اوس چې امنیت ټینګ شوی، موږ په پوره شفافیت سره د پانګونې او پروژې د تطبیق زمینه برابروو، مسلمانان چې سره وروڼه او د یوې بند غړي دي باید همکاري وکړي.»
په دې کتنه کې دغه راز د اسلامي سوکالۍ یا اسلامیک ریلیف مؤسسې د نړيوال مشر وسيم احمد په افغانستان کې د امنيت د تامينولو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: «موږ غواړو چې د نړۍ له مسلمانو خلکو په تېره بيا له افغانستان سره د کرنې، مالدارۍ، اوبو لګولو او روغتیایي په برخو کې مرسته او همکاري وکړو. روغتیا، او موږ هڅه کوو چې بیلابیل پروژې پلي کړو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د ملي او نړیوالو بنسټونو او موسسو په همکارۍ په هېواد کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو د مدیریت په برخه کې پروژې پلي کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با رییس موسسه اسلامیک ریلیف
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با وسیم احمد رییس عمومی موسسه اسلامیک ریلیف (Islamic Relief) و عمیر حسن رییس (Islamic Relief) در افغانستان دیدار و گفتگو کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری در این دیدار ضمن انتقاد از عدم کار بنیادی طی 20 سال اخیر در افغانستان گفت:« در 20 سال اخیر تمام زیربناهای افغانستان از جمله مکاتب، مساجد، شفاخانه ها، سرک ها و خدمات عامه صدمه دیده است، حالا که امنیت برقرار است، ما در شفافیت کامل زمینه سرمایه گذاری و تطبیق پروژه ها را مهیا می سازیم، مسلمانان که برادر همدیگر و پاره وجود اند باید همکاری نمایند.»
وسیم احمد رییس جهانی اسلامیک ریلیف (Islamic Relief) در این دیدار از امنیت در افغانستان قدردانی نموده گفت:« ما می‌خواهیم در بخش‌های زراعت، مالداری، بخش‌های آبیاری و صحی مردم مسلمان جهان به ویژه افغانستان را کمک و همکاری می‌نماییم تلاش می‌کنیم تا پروژه‌های مختلف را تطبیق نماییم.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در نظر دارد به همکاری موسسات و نهادهای ملی و بین المللی پروژه های زراعتی، مالداری، مدیریت آب را در کشور تطبیق نماید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS