د هلمند ناوې ولسوالی کې ٥٠ بېوزله او اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

mail-admin
Sat, Aug 26 2023 11:08 AM
د هلمند ناوې ولسوالی کې ٥٠ بېوزله او اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمونه جوړ شول

۴ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (داکار) مؤسسې په همکارۍ، ددې ولایت په ناوې ولسوالی کې پر ٥٠ بېوزلو او اړمنو کورنیو د هګیو چرګان او یو شمېر اړین توکي ووېشل شول. 
د یادو توکو په ترکیب کې هرې کورنۍ ته ٣٠قطعې دهګیو چرګان، پنځه بوجۍ وطني دانه، ٤عدده د اوبو لوښې، ١٠کیلوګرامه چونه ، ١مترجالۍ، ٢ بوتله ډاکسي مکس او مولټینا شربتونه شامل دي.
د یادولو وړ ده، چې د نوموړو کورنیو د تثبیت، انتخاب او وېش چارې د ګډې کمیټې لخوا په شفاف ډول ترسره شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور ودې او پراختيا ته زمینه برابرول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS