د محصولاتو بازار موندنې په پار هڅې، ننګرهار کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو یو ورځنۍ  نندارتون  

mail-admin
Thu, Aug 24 2023 12:27 PM
د محصولاتو بازار موندنې په پار هڅې، ننګرهار کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو یو ورځنۍ  نندارتون  

۲ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د آي ار سي د فتر له لورې په سره رود او بټي کوټ ولسوالیو کې جلا جلا  د کرنیزو تولیداتو ، حیوانې محصولاتو او مالدارۍ جوړ شویو ګروپونو ته د بازارموندنې په پار یو ورځنۍ نندارتون جوړ شو.
د ننګرهار دکرنې ریاست د ترویج مسولینو په خبره په یاد نندارتون کې د سره رود ولسوالی د خیراباد،  باغباني، بالا باغ او کشکک کلیو ۷۷ او دبټي کوټ ولسوالی  ۴۰ مېرمنو خپل کرنیز او حیوانې محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
دغه راز په نندارتون کې  رومي بانجان،  توربانجان،  بېنډۍ،  پیاز،  مرچک،  هوږه،  جوار،  لیمو او د حیواني محصولاتو څخه مستي،  کوچ،  شړومبۍ،  چکه او پنیر نندارې ته اېښودل شوي ول .
د یاد نندارتون په پای کې  دوه هټیوال د آي ار سي دفتر له لورې د کرنیزو او حیواني محصولاتو دپېر لپاره ور وپېژندل شول؛ ترڅو  د سره رود او بټي کوټ ولسوالیو د بزګرانو اومالدارانو محصولات په مناسبه بیه  وپېري او بزګران د خپل روځني ژوند اړتیاوي پري پوره کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS