لوګر کې د کرنیزو محصولاتو بيې ټاکلو په پار دویمه غونډه دائره شړه

mail-admin
Sat, Aug 12 2023 10:33 AM
لوګر کې د کرنیزو محصولاتو بيې ټاکلو په پار دویمه غونډه دائره شړه

٢١ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٥ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایې، چې لوګر ولایت کې د کرنیزو ځمکو څخه د لاسته راغلو حاصلاتو د پلور،  بازار موندنې او ورته ځانګړې بیې ټاکلو په پار د همغږۍ ګډه ناسته تر سره شوه.
په همدی موخه د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمی پر مشرۍ ګډه ناسته جوړه شوی وه، چې پکې د لوګر ښاروالۍ، صنعت او سوداکرۍ، سوداګرۍاوپانګونې خونې، مستوفیت، امنیتي چارواکو،  پانګوالو او ګڼو بزګرانو ګډون کړی وو.
په ناسته کې د پانګوالو او بزګرانو پر ستونزو او ورته د حل لاری موندلو همدا راز په دغه ولایت کې د کرنیزو ځمکو څخه د لاسته راغلو حاصلاتو په ځانګړی توګه د رومیانو د پلور او ورته د بازار موندنې او ټاکلي بيې معلومولو اړوند لازمي خبرې اترې وشوې.
باید وویل، شي د ناستې په لړ کې د اړوندو ادارو څخه چې د پانګوالو او بزګرانو استازي یې غړیتوب لري  د رومیانو بیې ټاکلو لپاره کمیټه وټاکل شوه تر څو د هرې ورځې لپاره بیه وټاکي پانګوالو او بزګرانو ته یې اعلان کړي، هیڅوک حق نلري چې له ټاکلي بیې څخه سر غړونه وکړي د سرغړونې په صورت کې قضایي او عدلي ارګان ته ورپېژندل کېږي او د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست او اړوندو ادارو لخوا به له پروسې کلکه څارنه کېږي.
همدا راز د رومیانو د بارګیری لپاره ځانګړې اډې مشخص شوي تر څو پانګوال پکې د رومیانو بارګیري وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS