د غوښو تولید په پار هڅې؛ ننګرهار کې ۲۰۰۰  څارویو ته متراکمه خواړه ورکول کېږي 

mail-admin
Thu, Aug 10 2023 11:45 AM
د غوښو تولید په پار هڅې؛ ننګرهار کې ۲۰۰۰  څارویو ته متراکمه خواړه ورکول کېږي 

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړیوالې ادارې په مالي لګښت  ۵۲۰ کورنیو ۲ زره وړو څارویو ته د چاغښت په موخه متراکمه حیوانې خوراکه ورکول کېږي. 
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل د هالینډ کمیټه د ننګرها ر په ۱۳ ولسوالیو دوربابا، شینوارو، نازیان، اچین، کوټ، رودات، هسکه مېنه، پچیراګام، خوګیانو، شېرزاد، حصارک،  سره رود او دره نور کې  ۲ زره څارویو ته  متراکمه خوراکه ورکول کېږي. 
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره اوسمهال په کوټ،  شینوارو،  پچیراګام او دره نور ولسوالیو کې د خوراکې د وېش لړۍ پیل شوې او په نږدې ورځو کې به په نورو ولسوالیو کې هم پیل شي.
دغه راز د مالدارانو اقتصادي وضعیت ته په کتلو هر مالدار ته د ۴  وړو څارویو څخه درې په نښه او متراکمه خوراکه د چاغښت په موخه ورکړل شي.
ذکر شویو څارویو لرونکو ته به د ۷۵ کیلو ګرامه په اندازه  متراکمه حیواني خوراکه ورکړل شي. 
یاده کمېټه ددې ترڅنګ مالدارانو ته د چنجیو ضد درملو،  واکسینونو، وړیو صنعت او بازارموندنې په برخه کې هم خدمات ترسره کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS