پروان کې د امارتي ځمکې غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی د استیناف محکمې رییس سره وکتل

mail-admin
Tue, Jun 20 2023 2:19 PM
پروان کې د امارتي ځمکې غصب مخنیوی تخنیکي پلاوی د استیناف محکمې رییس سره وکتل

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پروان د امارتي ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي رییس او غړو یې ددې ولایت د استیناف محکمې رییس مولوی روح الله «عبدالسلام» سره د غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې د پروان ولایت د تخنیکي پلاوی ریس مولوی محمد رحیم '' نعماني'' د عدلیی ریییس مولوی صاحب عبدالقدیر ''عابد '' د احکامو او فرامینو دنظارت او تعقیب رییس مولوی صاحب خان محمد ''خبیب '' د شاروالۍ رییس مولوی سید نیکمل آغا د امارت دقضایاوو آمر مولوی صاحب صدیق الله ''قدوسي '' دکدستر سروي مدیر انجینر عبدالبشیر''نظري ''  او د امارت دقضایاوو سکرتر عتیق الله ''الهام '' ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د پروان د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګروځولو تخنیکي پلاوي رییس مولوی محمد رحیم  نعماني د یاد تخنیکي پلاوي د کار او فعالیت په هکله خبرې وکړې. دغه راز په دې غونډه کې د یوشمېر دوسیو له ډلې د خم کلان سیمې پر دوسیه هم خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د استیناف محکمې رییس یاد پلاوي ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړل او په چارو او فعالیتونو کې پر همغږۍ ټینګار وکړ.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې د غونډې نور ګډونوال هم په خپل وارسره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS