د لغمان ۱۷۶ بڼوالو سره د اړینو توکو او کیمیاوي سرو مرسته وشوه

mail-admin
Tue, Jun 20 2023 1:38 PM
د لغمان ۱۷۶ بڼوالو سره د اړینو توکو او کیمیاوي سرو مرسته وشوه

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «Roots of Peace-ROP» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالی پر ۱۷۶ بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي او کیمیاوي سرې وېشلي دي.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې «Roots of Peace-ROP» مؤسسې له خوا د لغمان مرکز مهترلام او ددې ولایت قرغیو ولسوالی کې له ۴۶ شوراګانو سره د بڼوالۍ د پراختیا په برخه کې فعالیتونه ترسره کوي، چې له دې ډلې تېر کال ۱۷۶ بزګرانو ته د سټروسو ۲۱۵ جریبه بڼونه جوړ شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست وایي، چې «Roots of Peace-ROP» مؤسسې له خوا د یادو بڼونو پر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکي، چې په کې د ښاخ برۍ قیچي، اره او ترڅنګ یې د حشراتو ضد درمل او یوریا سرې وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره یاد بڼوال د مسلکي چارو د پرمخ وړولو په پار روزنه هم ورکړل شوي دي.
د لغمان دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت د بزګرانو او بڼوالو اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ارزښت لرونکي پروژې پلي کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS