هلمند کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا د نوی ودانۍ چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_admin
Sun, Aug 18 2019 2:53 PM
هلمند کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا د نوی ودانۍ چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه (233)

۲۷ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هلمند ولایت د کرنې ریاست لپاره د مالدارۍ او حیواني روغتیا د نوی ودانۍ د جوړولو چارې بشپړ او ددې ولایت د ټولنیزو چارو مرستیال الحاج بسم الله روحاني، د کرنې رییس زلمی الکو او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو په شتون کې نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه یوه پوړیزه ودانۍ په پاخه او اساسي ډول رغول شوې ده، چې په کې اداري خونې، دغونډو یوتالار او بشپړ دفتري تجهیزات شامل دي.
ددې ودانۍ د جوړولو لګښت د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل شوې ده.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وویل، چې ددې ودانۍ په جوړېدو سره د هلمند ولایت په کچه د مالدارۍ او حیواني روغتیا په چارو کې کڼ اسانتیاوې رامنځته کیږي او مالداران او کروندګرو ته به په کې د لا اسانتیاوو زمینه برابره شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS