دکرنې وزارت مسلکي مرستيال د افغانستان د کليو د بيارغونې مؤسسې د فعاليتونو راپور واورېد

mail-admin
Mon, Jul 04 2022 3:57 PM
دکرنې وزارت مسلکي مرستيال د افغانستان د کليو د بيارغونې مؤسسې د فعاليتونو راپور واورېد


۱۳ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۵ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستيال مولوی صدراعظم د افغانستان د کليو د بيارغونې مؤسسې(RRAA) د فغاليتونو راپور واورېد او د کارونو د لاښه والي او ښه همغږۍ په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
په دې کتنه کې د يادې مؤسسې د پروکرام مسوول ریاض الله ولي او ددې مؤسسې يو تن کارکوونکی حامدالله حلیم د خپلو فعاليتونو په هکله معلومات وړاندې کړل.
ښاغلی حليم وويل:"په څلورو زونونو کې چې ۱۷ ولايتونه په کې شامل دي فعاليت لرو، د معيشيت،  اوبو، سيمييزې حکومتوالۍ او بېړنيو مرستو په برخه کې له خلکو سره کار کوو".
په پای کې د کرنې وزارت مسلکي مرستيال ددې مؤسسی د کارونو د انسجام او کليوالو بزګرانو او مالدارانو ته د مرستې رسونې په پار ددې مؤسسې مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS