پکتیا کې د ځنګلوالۍ ۳۶ غړي وروزل شول

mail-admin
Wed, Jun 29 2022 5:41 PM
پکتیا کې د ځنګلوالۍ ۳۶ غړي وروزل شول


۸ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
د پکتیا کرنې ریاست اړوند د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې(FAO-GEF) له لورې د سید کرم ولسوالۍ د ځنګلوالۍ ټولنو ۳۶ تنو غړو ته دکرنیزې ځنګلوالۍ (Agroforestry) او د ځنګلونو د تلپاتې مديريت ګټو په هکله روزنيز ورکشاپ په لاره واچول شوه.
په دغه روزنیز ورکشاپونو کې لمړی د کرنیزه ځنګلدارۍ په هکله عمومی معلومات او وروسته د کرنیزه ځنګلدارۍ اقتصادی، د چاپیریال ساتنی او صحی ګتی ورزده کړل، همدارنګه د کرنیزځنګلدارۍ د جوړولو بیلابیل لاری چارې او میتودونه تدریس شول.
په یاد روزنیز ورکشاپ کې د ځنګلوالۍ ټولنو د رهبرۍ غړو ترڅنګ نور کلیوال هم ګدون کړی وو، ترڅو د کرنیزې ځنګلوالۍ په اهمیت یې پوهاوی لوړشي او د کرنیزې ځنګلوالۍ په جوړولوکې رغنده رول ولوبوي.
د دغه روزنیز ورکشاپ موخه د خلکو د پوهې د کچې لوړول دی، تر څو د مصنوعي ځنګلونو څخه مؤثره ګټه اخیستنه اوپه تلپاتې بڼه مدیریت یې وشي.
ګډونوالو د داسې روزنیزو ورکشاپونو ترسره کېدل اړین بولي او د دې پروژې لخوا ترسره شوو فعالیتونو څخه یې خوښي وښوده او د کرنې رياست او همکارو پروژو له دوامدارو همکاريو څخه يې مننه وکړه.
باید وویل شي، چې یاد روزنیز ورکشاپ د احمدابا په ولسوالۍ کې هم دائره شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS