پکتیا کې د مڼو متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې

۵ وری ۱۴۰۰
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» په همکارۍ ددې ولایت ۳۰ بزګرانو لپاره د مڼو یو جریبه متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.
د پکتیا د کرنې رییس محمد الدین مومند وايي، چې د مڼو متراکمو بڼونو څخه یې موخه له کمې ځمکې لوړ او باکیفیته حاصل اخیستل دي. مومند زیاتوي، چې متراکم بڼونه د نوې ټکنالوژۍ یو ډول دی، چې د نورو عادي بڼونو په پرتله يې د تولید کچه څو برابره زیاته ده.
په همدې حال کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې چارواکی محمد عارف روښان وایي، چې یاد یو جریبه بڼونه د څلور میلیونه او ۸۲۰ زره او ۴۰۰ افغانیو په ارزښت ددې ولایت په مرکز ګردیز، سیدکرم، میرزکي او احمد ابا ولسواليو کې جوړېږي.
روښان زیاتوي، چې د یو جریب متراکم بڼ د جوړولو لپاره هر بزګر ته ۶۳۰ نیالګي، ۵۰ کیلو ګرامه توره سره، د شاخبرۍ اره او د درملو استعمالونکي توکي ورکول کېږي.