ارزګان کې د کب روزنې صنعت په پراخېدو ده

content_admin
Tue, Jan 26 2021 3:09 PM
ارزګان کې د کب روزنې صنعت په پراخېدو ده

۷ سلواغه ۱۳۹۹
د ارزګان په ولایت کې کب روزنې ته د خلکولېوالتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او په دې وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې ۸۰ بابه فارمونه جوړ شوي دي.
د ارزګان د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د شته ۸۰ فارمونو له ډلې ۴۰ فارمونه یې نوي جوړ شوي دي.
د کبانو دغه شمېر فارمونه د ارزګانولایت په بېلابېلو څنډو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکټور په ګډې همکارۍ جوړې شوي.
د یاد صنعت د پیاوړتیا او لا پراختیا په موخه د ارزګان د کرنې ریاست له لوري د کبانو فارم لرونکو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول، د کبانو نوي فارمونه جوړول، پر کب روزونکو د کبانو روزنې اړونده توکي وېشل او د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لوري په فارم لرونکو تر ۳۰ زره شاوخوا د کبانو بچیانو وېشلهغه څه دي، چې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د صنعت د پراختیا په پار ترسره شوي دي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونوکې په افغانستان کې د کب روزنې ډېر فارمونه جوړ شوې، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS