لغمان کې د مالټې او لیمو ۳۷ جریبه بڼونه جوړ شوي

content_admin
Thu, Jan 07 2021 3:24 PM
لغمان کې د مالټې او لیمو ۳۷ جریبه بڼونه جوړ شوي

۱۸ مرغومې ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژه، د لغمان ولایت د مهترلام په ښار کې د آسیایی پراختیا بانک، ADB په مرسته، د مالټې او لیمو ۳۷ جریبه بڼونه جوړ کړي دي.
په لغمان کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې «HVCDSP» مسوول غزیز الرحمان جبارخېل وایي، چې د ۱۳۹۹یم کال په ترڅ کې د لغمان په ولایت کې د سټروسو ۳۷ جریبه بڼونه یې جوړې کړي دي. ښاغلی جبارخېل وویل «دغه بڼونه چې ۱۵ جریبه یې د لیمو او ۲۲ جریبه نور یې د مالټې بڼونه دي په سوداګریزه بڼه د مهترلام بڼوالو ته جوړې شوي دي. په ۲۰۲۱ام کال کې مو پلان دادی، چې د لغمان ولایت په مهترلام ښار او قرغیو ولسوالۍ کې په ټولیزه توګه د سټروسو ۴۹ جریبه بڼونه او د خرماوو ۲۵ جریبه بڼونه جوړ کړو.»
د لغمان ولایت بڼوال د دولت د ملاتړ او همکاریو هرکلۍ کوي او له خپلو پانګونو خوښ دي.
د لغمان دمرکز بادپښ سیمې اوسېدونکی اسدالله د بڼوالۍ په برخه کې پانګونه کړئ دی. هغه چې د کرنې وزارت له مرستې او همکاریو برخمن شوی دی وایي «د لغمان په مرکز کې د باباصاحب په سیمه کې مې له حکومته ۵۰۰ جریبه ځمکه په اجاره نیولئ دی، د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې له خوا په ۳۰ جریبه ځمکه کې یې راته د لیمو او مالټې بڼونه جوړ شوي دي، د ځمکې نوره برخه کې مې خپله د انارو، انګورو او بادامو بڼونه جوړ کړي دي. په پام کې لرم، چې په راتلونکو کالو کې د خپلې بڼوالۍ سیمې پراخه کړم.»
هغه زیاته کړه، د کرنې وزارت په مرسته د جوړه شویو بڼونو له ډلې، لس جریبه یې د لیمو او ۲۰ جریبه نور یې د مالټې بڼونه دي، چې د ‍۳۹۹یم کال په ترڅ کې جوړې شوي دي. هغه وویل «د لغمان دکرنې ریاست همکارانو دا بڼ راته په معیاري بڼه جوړه کړه. هره اوونۍ دوی راځي او په اړینو برخو کې راته مشورې راکوي، د اړتیا په صورت کې سره درمل او که چېرې ونو کې مې کومه ناروغي لګېدلي وي د درملو او سلامشورو همکاري کوي.»
په دغو بڼونو کې ۱۶ کسان کار کوي او په ورځنۍ ډول پنځه تر لسو کسانو په کې مزدوري کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د لغمان د کرنې ریاست په دې وروستیو کالو کې د ۴.۵ زره جریبه بڼونو له جوړېدو خبر ورکوي.
د لغمان د کرنې رییس محمدجمیل خوشحال وایي «د څو کالو په ترڅ کې د بڼونو جوړولو په برخه کې فعالیت کوو، په دې موده کې مو د لیمو، مالټې، شفتالو او املوکو نږدې څلور نیم زره بڼونه جوړ کړي دي.» د ښاغلي خوشحال په خبره، د خصوصي سکټور د ملاتړ او سوداګریزو بڼونو جوړولو په موخه هم پراخ فعالیتونه ترسره شوي دي. هغه وویل «دلغمان د سیمیزې ادارې او ځمکو او ښارجوړنې ریاست په همکارۍ د باباصاحب دښتې د سلطان غازي په سیمه کې مو څه باندې ۵۰۰ جریبه ځمکه د خصوصي سکټور په واک کې ورکړي دي، ترڅو د کرنې اوبڼوالۍ په برخه کې پانګونه وکړي، ترڅو هم کورني تولیدات زیات شي او هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي.»

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS