د هلمند د جوارو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي

mail-admin
Tue, Nov 24 2020 3:32 PM
د هلمند د جوارو حاصلات ۲۰ سلنه زیات شوي


۴ لیندۍ ۱۳۹۹
هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى. جوار، غنم، لوبيا، ممپلي، رومي، بينډۍ، پنبه، تور مۍ او زعفران يې ښه حاصل ورکوونکي کرنيز حاصلات دي. د هلمند یوشمېر کروندګر هرکال زرګونه هکټاره ځمکه کې د جوارو کرکېله کوي او له خپلو حاصلاتو خوښ دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د جوارو په حاصلاتو کې ۲۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږ کال ددې ولایت په درې زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکه کې جوار کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه څه باندې لس زره ټنه جوار تولید شوي دي. د ښاغلي الکو په خبره دغه شمېره د تېرکال په پرتله په دې ولایت کې د جوارو د حاصلاتو ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي: «د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کیږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي.»
د ښاغلي الکو په خبره د روان کال د حاصلاتو د زیاتې کچې لاملونه پریمانه اوبه، د اصلاح شوي تخمونو وېش، جوارو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا او په دې برخه کې د بزګرانو روزل دي. ددې ترڅنګ دهلمند د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ښودل او د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو وېشل یې نور لاملونه دي.
هلمند د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کیږي، چې ښې پایلې ورکوي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS