کونړ کې د وړو شخوند وهونکو څاریو د طاعون او بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو

mail-admin
Tue, Nov 10 2020 4:49 PM
کونړ کې د وړو شخوند وهونکو څاریو د طاعون او بروسلوز ناروغیو پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شو


۲۰ لړم ۱۳۹۹
د  کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا ددې ولايت د مالدارانو د ملاتړ او د دوی څارويو د خونديتوب په موخه د وړو شخوند وهونکو څارويو دطاعون « PPR» او بروسلوز «حیواني محرقې»ناروغیو پر وړاندې د واکسينو کمپاين پيل کړی دی.
د کونړ د کرنې ریاست د مالدارۍ د خدماتو او څارویو روغتیا آمر ډاکټر گل رحمن حنانزی وویل، چې ددې کمپاين په لړ کې به ۱۰۵ زره او ۴۴۰ ډوزه د طاعون او ۱۰۲ زره او ۲۵۰ډوزه دبروسلوز «حیواني محرقې» واکسینونه پر کورنیو څارویو پلي کیږي.
د واکسينو ياد کمپاين د کونړ کوچي مېشتو سیمو ترڅنګ د یاد ولایت دمرکز په ګډون ددې ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې پلي کیږي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS