میدان وردګو ولایت کې د یوشمېر کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
Tue, Nov 03 2020 3:10 PM
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د زردالو وچولو د ۶۳ خونو او پر ۶۰ بزګرانو د مېوو راټولولو د بستو د وېش پروژه ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.


۱۳لړم ۱۳۹۹
د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د زردالو وچولو د ۶۳ خونو او پر ۶۰ بزګرانو د مېوو راټولولو د بستو د وېش پروژه ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شو.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه پروژې د دې ولایت د مرکز په ګډون په اتو ولسوالیو کې پلي کیږي.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۲۰ میلیونه افغانۍ ده، چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي.
یادې پروژې ددې ولایت د بڼوال د ملاتړ په پار پلي کیږي، چې په پلي کېدو سره یې ددې ولایت زردالو په ښه کیفیت سره پروسس او د کشتې تولید ته یې زمینه برابریږي.
میدان وردګ د مڼو ترڅنګ په پراخه کچه زردالو هم تولیدوي، چې د زردالو د وچولو د یادو خونو په جوړېدو سره به ددې ولایت د بڼوالو یوشمېر ستونزې هوارې او د دوی د حاصلاتو د خوساکېدو مخه به ونیول شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS