د پکتیا د مڼو حاصلات ۱۴ سلنه زیاته شوې

mail-admin
Sat, Oct 31 2020 1:50 PM
د پکتیا د مڼو حاصلات ۱۴ سلنه زیاته شوې


دهقان (بزګر) اوونیزه/ نورالله پتمن
پکتیا د هېواد په سویل لویدیځ کې پروت غرنۍ ولایت دی، چې د سیمې ښکلي هوا او مناسب چاپېریال یې په کرنه او بڼوالۍ خورا ښه اغېزه کړي ده؛ د یاد ولایت ډېری سیمې غرنۍ او په لویه پیمانه ډول ډول سابه او مېوه لرونکي ونې لکه جلغوزې، چهارمغز، مڼې، ناک او ترڅنګ یې  کچالو، غنم، جوار، لوبیا، وربشې او رومیان په کې کيږي، چې د پکتیا سربېره یوشمېر ګاونډو ولایتونو او له هېواده بهر هم صادریږي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې هر کال په یاد ولایت کې یوشمېر نوي بڼونه جوړیږي، چې یوازې راون ۱۳۹۹یم کال پکتیا ولایت کې په دوه زره او ۲۵جریبه ځمکه کې ډول ډول مېوه لرونکي بڼونه اېښودل شوي، چې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو په ډېرښت او تولید یې خورا ښه اغېزه کړې ده.
د جلغوزیو او چهارمغزو د تولید تر څنګ پکتیا د مڼو په لویو تولیدونکو ولایتونکې کې شمېرل کیږي، چې سږ کال یې هم د مڼو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېرښت راغلی دی.
د پکتیا د کرنې رییس محمدالدین مومند په وینا سږ کال په یاد ولایت کې ۳۸ زره ۶۳۹ مټریک ټنه مڼې تولید شوي، چې تېر کال ته په کتو یې د تولید کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده. تېر کال ددې ولایت د مڼو حاصلات ۳۳ زره ۸۵۲ مټریک ټنه وه ښاغلی مومند د مڼو د ډېرښت لاملونه د نباتي ناروغیو او افاتو کمښت، کروندګرو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول او د کرنې ریاست هر اړخیزې همکارۍ یادوي، چې د کروندګرو د حاصل په ډېرښت یې ښه اغېزه کړې ده.
په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او د پکتیاولایت د خلکو په هلو ځلو هرکال په دې ولایت کې پر سلګونه جریبه ځمکه کې د مڼو د نوي ورایټیو بڼونه، چې تر نورو لس چنده ډېر حاصل ورکوي جوړې شوي دي.
د بڼوالو روزنه، د ګیاوو د ناروغیو کنټرول، د درملو تجویز او د بڼوالو حاصلاتو ته بازار موندنه نور هغه کړنې دي، چې سږ کال د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې ترسره شوې دي.
مڼې د پکتیا مرکز ګردیز، احمدابا، زرمت، سیدکرم او روحاني بابا ولسوالیو کې په زیاته کچه کیږي پاتې نورې ولسوالۍ او سمیې یې هم په تولید کې رغنده رول لوبوي، چې کال تر بلې یې د تولید کچه په لوړېدو ده.
حاجي یتم د پکتیا مرکز ګردیز د اسلام کلا د سیمې یو تن بڼوال دی هغه له تېرو ۲۸ کالو راهیسې بڼوالي کوي او له دې لارې د ژوند ورځیني لګښتونه پوره کوي هغه ۱۰۰ جریبه د مڼو بڼ لري،  سږ یې له یاد بڼ څخه ۲۰ زره منه مڼې راټوله کړې او وخت په وخت یې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي، که څه هم نموړی لهخپلې بڼوالۍ څخه خوښ دی، خو په بازارنو کې د مېوو ټیټه بیه یې بڼوالي اغېزمنه کړي او له حکومت څخه غواړي، چې په یاده برخه کې ورسره همکاري وکړي.
په همدې حال کې د پکتیا د کرنې ریاست د بڼوالو د حاصلاتو د مدیریت او ساتنې په موخه د کرنیزو محصولاتو مدیریت  پروژه هم په لاره اچوالي ده، چې د یادې پروژې په پلي کېدو سره به ۵۹ صفر انرژۍ د مڼو خونې په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي چې په جوړېدوسره به یې د بڼوالو د حاصلاتو یوه برخه مدیریت شي.
دغه راز د بڼوالۍ د پراختیا او لا هڅونې په پار په دغه ولایت کې د مڼو ګڼې ټولنې هم جوړې شوي دي، چې موخه یې بڼوالو سره هر اړخیزې همکارۍ او د حاصلاتو لپاره بازار موندنه ده.
حاجي عبدالجبار د احمدابا ولسوالۍ د ټولنېمسوول دی، هغه د بڼوالۍ تر څنګ د مڼو ګڼ شمیر باغونه په جوړه شوي ټولنه کې له ځان سره ثبت کړي، نموړی سږ کال د مڼو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ته ښه بولي او هلې ځلې کوي، سوداګرو سره په همغږۍ د مڼو بڼوالو ته د خرڅلاو اسانتیاوې برابرې کړي.
باید وویل شي، چې د روان کال ورښتونه او بڼوالو او بزګرانو سره د کرنې ریاست همکارۍ او سلا مشورې ددې لامل شوي، چې ددې ولایت د مېوو او کرنیزو توکو د محصولاتو کچه لوړ شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS