هلمند کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د یوشمېر پروژو چارې پشپړ شوې

content_admin
Thu, Oct 22 2020 10:07 AM
هلمند کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د یوشمېر پروژو چارې پشپړ شوې
۱ لړم ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند د ۵۰ ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې اړوند د ۷۳ ممیزخونو له ډلې د ۵۰ ممیزخونو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي او د پاتې هغو رغنیزې چارې هم ۸۵ سلنه پرمخ تللي چې ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ښاغلی الکو وویل، چې دغه ممیزخونې ددې ولایت په مرکزلښکرګاه، ناوې، نادعلي او ګرمسېر ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
یاد ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري او اسټنډرد ډول جوړ شوي دي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS