د بامیانو په ولایت کې  لسګونو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازښت په اړه روزنیز پروګرام وړاندې شو

mail-admin
Wed, Sep 02 2026 8:38 AM
ارائه برنامه آموزشی سازگاری با تغییرات اقلیمی برای ده‌ها تن از دهقانان در ولایت بامیان

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره دکرنې او مالدارۍ سکټور د سمون ریاست له‌خوا د بامیانو ولایت دمرکز په ګډون ددې ولایت د سیغان، پنجاب، یکاولنګ او یکاولنګ ۲ ولسوالیو کې ۶۰۰ تنو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د سازښت او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د خوندي ساتلو په موخه ښوونیزه برنامه وړاندې شوه. په دغه پروګرام کې بزګرانو ته د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د مقابلې او د خپلو کرنیزو فعالیتونو د شرایطو له بدلون سره د عیارولو په اړه عملي معلومات ورکړل شول.
په دې ښوونیزه برنامه کې د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، د بارانونو د بې‌نظمۍ او د تودوخې د لوړېدو په اړه معلومات وړاندې شول او د دغو اقلیمي بدلونونو د کرنې او مالدارۍ پر سکتور د اغېزو په اړه له بزګرانو سره خبرې وشوې.
بزګرانو ته د اوبو د سپما، د اوبه‌خور د مناسبو لارو چارو، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتاتو د کرلو، د خاورې د ساتنې او د کرنیزو حاصلاتو د خوندي کولو په اړه هم عملي سپارښتنې وشوې، څو د اقلیمي ګواښونو له امله رامنځته کېدونکي زیانونه راکم شي.
د پروګرام له لارې ګډونوالو ته د اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې لازم پوهاوی ورکړل شو او د اقلیمي ګواښونو د اغېزو د کمولو لپاره عملي لارې چارې ور وپېژندل شوې. ګډونوالو وویل، چې ترلاسه شوي معلومات به د خپلو کرنیزو فعالیتونو په تنظیم او د اقلیمي ستونزو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې وکاروي.
ځايي بزګرانو، قومي مشرانو، د کلیو ملکانو او ملا امامانو د ورته ګټورو ښوونیزو پروګرامونو د پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو د حل لپاره د خلکو د پوهاوي لوړول اړین دي.
دغه راز ددغو پروګرامونو په ترڅ کې د بامیانو ولایت د کرنې او مالدارۍ اړوند د ستونزو د حل لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شول، چې له ډلې یې د اصلاح شوو تخمونو برابرول، د اوبو د سپما لپاره د چک‌ډېمونو جوړول او د بڼونو د خړوبولو په موخه د څاڅکي اوبه‌خور سیستمونو رامنځته کول وو.
بامیان د افغانستان یو له هغو غرنیو او د کرنې په برخه کې پر سیندونو او د واورې په ویلو کېدونکو اوبو متکي ولایت دی، چې تر نیمايي ډېر اوسېدونکي یې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. خو په وروستیو کلونو کې د ځمکې د تودوخې لوړېدو، د ژمنیو واورو کمښت او د بې وخته او سختو بارانونو ورېدو (چې ډېر کله د ویجاړونکو سېلابونو لامل کېږي) د بامیانو د اوبو فرعي سرچینې او چینې وچې کړې دي. د اوبو د کمښت او وچکالۍ له امله په تېرو څو کلونو کې په دغه ولایت کې د حاصلاتو کچه د پام وړ راکمه شوې او مالدارۍ سکټور هم د څړځایونو د وچېدو له امله سخت زیانمن شوی دی. د داسې روزنیزو پروګرامونو په لاره اچول د دودیزې کرنې څخه د ځانګړې او مقاومت لرونکې کرنې لور ته د بزګرانو د تګ لومړی ګام بلل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS