د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د بلاروس د صنعت وزارت له مرستیال سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت پلاوي، چې مشري یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري کوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په شتون کې، د بلاروس جمهوریت د صنعت وزارت له مرستیال باکیي دنیس ولادیمیروویچ سره وکتل او خبرې اترې وکړې. په دې لیدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د صنعتي فابریکو د جوړولو او پراختیا، د کرنیزو او صنعتي ماشینونو د تولید او مونتاژ، د بستهبندۍ د فابریکو د جوړولو، او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او پراخېدو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه، په دې ناسته کې د ګډو صنعتي فابریکو پر جوړولو، افغانستان ته د بلاروسي پانګهوالو پر راجلبولو، د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو د لرې کولو په اړه خبرې وشوې.
د بلاروس د صنعت وزارت مرستیال د همکاریو د پراختیا لپاره د چمتووالي څرګندولو ترڅنګ، له افغانستان سره د صنعتي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغه لیدنه د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا، په افغانستان کې د پانګونې او د ګډو صنایعو د جوړولو لپاره د زمینې برابرولو په موخه ترسره شوې ده.
